CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په لويې مشورتي جرګې کې د څلور سوه طالب بنديانو د خوشي کولو د پريکړې په هکله باور ښودلی چې دا به د بين الافغاني مذاکراتو لپاره شرايط جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-10 21:18:27

د افغانستان لويې مشورتي جرګې په دې وروستيو ورځو کې پريکړه وکړه چې افغان حکومت دې څلور سوه طالب بنديان خوشي کړي، په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په لسمه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د افغانستان د حکومت او خلکو هرکی کوي چې د خپل هېواد د تاريخي دود او د لويې جرګې له لارې د اړوندو چارو په هکله بحث او پريکړه کړې ده . دا د افغانانو تر لارښوونې او کنټرول لاندې د دغه هېواد د سولې او روغې جوړې بهير باور لرو او دا ترې څرګنديږي چې د مشورتي لويې جرګې پريکړه به د بين افغاني مذاکراتو لپاره ګټور شرايط برابر کړي.

جاو لي جيان وويل چې د طالب بنديانو خوشي کول د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د باور ټينګولو او د بين الافغاني مذاکراتو د تر سره کولو لپاره يو مهم پړاو دی. اوسنی حکومت په اساسي پړاو کې دی. اړوندې خواوې بايد د افغانستان لپاره شوې ژمنې پوره کړي او لاسليک شوي تړونونه عملي کړي تر څو په افغانستان کې د حالاتو ثابت او منظم پرمختګ تامين شي. چين غواړي د افغانستان د مسئلې د سياسي حل و فصل او د دغه هېواد د سولې او روغې جوړې په بهير کې مثبت رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای