CRI Online

ولسمشرغني د ۴۰۰ طالب بنديانو د ازادېدو فرمان لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-08-11 11:46:25

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په ۱۱ مه د۴۰۰ طالب بنديانو د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د ټولنيزو رسنيو پر خپلو پاڼو ويلي چې ولسمشرغني په همدې ورځ په هغه ليست کې د پاتې ۴۰۰ طالب بنديانو د ازادېدو فرمان لاسليک کړ چې مخکې طالبانو وړاندې کړی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو بنديانو د ازادېدو وخت نه دی ښودلی.

د افغانستان مشورتي لويې جرګې د اګست په نهمه د ۲۵ مادو لرونکي پرېکړه ليک په خپرولو سره له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ۴۰۰ طالب بنديان دې ازاد کړي، بين الافغاني خبرې دې ژر پيل شي، تلپاتې اوربند دې رامنځته شي او د ټولنې د پرمختګ بېلابېلې لاسته راوړنې دې خوندي او وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای