CRI Online

د کوويد ۱۹ ويروس موسمي ځانګړتياوې نه دي پېژندل

cri     (GMT+08:00) 2020-08-11 12:20:23

د روغتيا نړيوال سازمان کارپوه د اګست په لسمه نېټه وويل چې تر اوسه پورې د کوويد ۱۹ ويروس موسمي ځانګړتياوې نه دي پېژندل شوي،که د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره جدي تدبيرونو ته ادامه ور نه کړو، نو ښايي د دې ويروس وبا بيا سخته شي.

په دې وروستيو ورځو کې په ځينو اروپايي هېوادونو کې چې پخوا يې د کوويد ۱۹ ويروس کنټرول کړی،په دې ويروس د اخته شويو کسانو شمېر بيا زيات شوی. ځينو خبري رسنيو خبر ور کړ چې اروپا به د دې ويروس د خپرېدو له دوهمې څپې سره مخ شي.د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيايي بېړنيو پروژو مسئول مايکل ريان د اګست په لسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې اوس د کوويد ۱۹ وبا په ټيټه سويه ساتل شوې، خو د ياد ويروس د بيا رامنځته کېدو امکانات شته دی.لويديځ اروپايي هېوادونه بايد د ډېرو کسانو د راغونډېدو له امله د دې ويروس د خپرېدو حالت او د استوګنې په سيمو کې د ويروس وبا ته پاملرنه وکړي او د ياد ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره دې ځايي تدبيرونه ونيسي تر څو په ټول هېواد کې د ګرځبنديز مخنيوي وکړي. هغه وويل، تر اوسه پورې دغه ويروس موسمي ځانګړتياوې نه دي ښودلې. خو دا ښکاره ده چې که دې ويروس ته جدي پاملرنه ونه شي، ښايي د خپرېدو څپه يې يو ځل بيا براخه شي.ستاسي بې احتياطي د دې ويروس د خپرېدو د دوهمې څپې رامنځته کېدو لامل کيدای شي. کوويد ۱۹ ته جدي پاملرنه ونه کړو، نو وبا به بيا سخته شي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس په دې خبري ناسته کې وويل چې درې مياشتې دمخه زمونږ سازمان له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د بريا موندلو او د دې ويروس د مخنيوي، تشخيص او د اړوندو ناروغانو د درملنې په موخه د اړوندو وسيلو د څېړنې او جوړونې لپاره له دې ويروس سره په مقابله کې د چټکتيا رامن]ته کېدو په نوم د نړيوالې همکارۍ پلان پيل کړی چې له امله يې د دې ويروس ضد څو ډولونه واکسينونه د دوهم او درېيم پړاو په ازموينو کې داخل شوي دي. څه باندې يو سل او شپېتو هېوادونو په ګډه په دې بهير کې ګډون کړی و. د دې ترڅنګ د سختو ناروغانو په مقابل کې د لومړی درمل (Dexamethasone) د کارونې چوکات پراخ شوی او د اړوندو ناروغانو د درملنې لپاره لسګونه لارې چارې تر څېړنې لاندې دي او د ناروغانو د تشخيص څه باندې پنځوسو طريقو ښه نتيجه ور کړې.

هغه وويل چې راتلونکي درې مياشتې به د دې پلان د پراخوالي او له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې له ګډونکوونکو هېوادونو سره د لازياتو مرستو د برابرولو لپاره کليدي موده وي.خو د دې ويروس له وبا سره د مقابلې لپاره اړينې مرستې لاهم د کمښت په حال کې دي. تيدروس وويل، تر لاسه شوې پيسې زمونږ په پلان کې له ټاکل او ژمنه شويو پيسو سره لوی واټن لري.که څه هم د دې لپاره له مرستندويه هېوادونو او کسانو څخه مننه کوو. خو تر اوسه مو د هغه پلان د ټاکل شويو پيسو يو لسنه تر لاسه کړې.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې که څه هم اوسنی وخت ستونزمن دی، خو که د اړوندو هېوادونو مشران د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره سمدستي تدبيرونه ونيسي او خلک دغه سپارښتنې عملي کړي ، نو د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د دې ويروس سره د مقابلې لپاره د بريا موندلو هيله هم شته ده. هغه وويل ،روانې اوونۍ به په کووید ۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له شلو مليونو څخه زيات شي او د مړينې شمېر به اووه لکه او پنځوس تنو ته ورسيږي.مونږ د دې ارقامو له امله خواشيني يوو.خو له دې ويروس سره د مقابلې هڅې او کوښښونه به هېڅ وخت

نا وخته نه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای