CRI Online

د انترنيټي فضا د پاکولو په پلمه د امريکايي پلان موخه د ټولې نړۍ انترنيټ ټوټه ټوټه کېدل دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-11 15:50:20

څو ورځې دمخه د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د يو اداري فرمان په لاسليک سره اعلان وکړ، د دغه هېواد حکومت به تر ۴۵ ورځې وروسته هېڅ امريکايي اتباع يا شرکت ته اجازه ور نه کړي چې له Wechat او Tencent ډلې سره کوم معامله وکړي. د دې تر څنګ د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو ويلي چې د انترنيټي فضا د پاکولو عملياتو ته به دوام ورکړي څو امريکايي سرمايې خوندي وساتي. خو د امريکا دا ډول کړنې د نړيوالې ټولنې د زياتو شکونو سبب شوې دي.

د امريکايي خبري رسنيو په اند، د Wechat په نوم APP د چينايانو د ورځني ژوند لپاره ډېر مهم رول لوبوي. هره ورځ کابو څو سوه مليونه چينايان د Wechat په کارولو سره سودا اخلي، پيسې تبادله کوي، له ملګرو سره تماس نيسي او يا خبرونه ګوري. که ياد اداري فرمان پلی شي، نو د iPhone موبايل کاروونکي ښايي Wechat دونلوډ نه کړي او ور څخه ګټې نشي اخيستلای. که Wechat نه وي، د چين او ځينو اسيايي هېوادونو مصرفوونکي ښايي د iPhone کارولو ته دوام و نه کړي او ممکن د Huawei موبايل بيا واخلي. د امريکا Bloomberg News خبر ورکړ چې د iPhone د عمومي پلور اندازې په سلو کې ۲۰ برخه په چيني بازار کې شوې ده. نو ځکه که Wechat په iPhone کې و نه کارول شي، نو د امريکا د Apple شرکت پر وړاندې به زياتې ستونزې رامنځته شي.

د برېتانيا د نشراتي شرکت يعنې BBC د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو اعلان وکړ چې امريکا به د انترنيټي فضا د پاکولو عملياتو په تر سره کولو سره د دغه هېواد له انترنيټي شبکې څخه چيني شرکتونه ليرې کړي. خو د دغو عملياتو په پلې کولو سره د ټولې نړۍ انترنيټ ښايي له ستر محدوديت سره مخامخ وي او په اخر کې به ټوټه ټوټه شي.

دا چې دونالډ ټرمپ څو ځله د چين د تخنيکي تصديو لپاره لويې لويې ستونزې جوړې کړي، نه يوازې چيني تصديو او توليداتو ته به زيانونه ورسېږي. ځکه چې د لوېديځو هېوادونو زيات شرکتونو په چين کې فابريکې جوړې کړې او له چيني تصديو سره يې ډېرې پيچلي او ښې اړيکې ټينګې کړې دي. نو هغوی به هم د ټرمپ له جنجال جوړونو څخه اغېزمن شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين څرګنده که چې د مايک پمپيو په شمول ځينې امريکايي سياستوالو تل د ملي امنيت په پلمه د دولتي ځواک په کارولو سره د چين پر تخنيکي تصديو فشارونه اچولي او اچوي يې. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي. د امريکا يادې کړنې بې دليله او بې اساسه دي، د بازار او د نړيوالې سوداګرۍ له بنسټيزو اصولو څخه سخته سرغړونه ده او په دې کار سره د نړۍ صنعتي او اکمالاتي ځنځیر ګواښوي او کټ مټ پر چين ظلم دی. دا يو ټوکه ده چې امريکا پخپله ناپاکه ده، خو د انترنيټي فضا د پاکولو هڅه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای