CRI Online

امريکا د جنوبي سمندرګي په چارو کې مداخله کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-12 16:46:47

امريکا په نړيواله ټولنه کې همېشه ځان ته د نړۍ د پوليسو حق ورکوي او د نړيوال نظام د ساتلو په پلمه يوازې د خپلو ګټو په لټه کې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پدې وروستيو ورځو کې څو څو ځلې د جنوبي سمندرګي په اړه ناسمې څرکندونې کړې او تور يې پورې کړې چې چين له نړيوال قانون څخه سرغونه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې امريکا نه له جنوبي سمندرګي سره تړاو لرونکی هېواد دی او نه هم د م م د سمندر قانون د تعهدنامې معاهده کوونکی هېواد دی، نو پومپيو دا حق بيخي نه لري چې د جنوبي سمندرګي په اړه پر نورو هېوادونو انتقاد وکړي او له نورو هېوادونو څخه د ياد نړيوال قانون د مراعات غوښتنه وکړي.

د م م د سمندر قانون تعهد نامه په نړۍ کې د" سمندري منشور " په توګه ياديږي او د جوړېدو په بهير کې يې امريکا ډېره فعاله وه چې نه يوازې يې د دغې تعهدنامې د جوړولو پر څرنګوالي د ښکيلو خواوو ترمنځ د مشورو مشري کړې وه، بلکې يې د اړوندو مقرراتو د ټاکلو لارښوونه يې هم کړې وه، خو په اخر کې يې د دغې تعهدنامې د تعهداتو له منلو څخه ډډه وکړه او په دغه تعهدنامه کې يې د سمندري سرچينو د استخراج په اړه مقررات د خپلو ګټو خلاف وګڼل. يو بل مهم لامل چې که څه هم امريکا ظاهراً ورته اشاره نه ده کړې، هغه دا دی چې امريکا په دغه تعهدنامه کې له ګډون پرته هم کولی شي چې د ولسمشر اعلاميو د خپرولو، د خپلو قوانينو د جوړولو او داسې نورو لارو چارو له لارې سمندري سرچينې کنټرول کړي او د مسئوليت له منلو پرته له هغو ټولو حقونو څخه چې په ياده تعهدنامه کې ټاکل شوي، استفاده وکړي.

امريکا د بېړيو او الوتکو د ازاد تګ راتګ پلان په خپرولو سره مقررات ټاکلي چې نور هېوادونه نه شي کولی په نړيوالو سمندري سيمو کې د نړيوالې ټولنې د بېړيو او الوتکو د تګ راتګ حق او ازادي محدوده کړي. د دې پلان له خپرېدو وروسته د امريکا پوځي بېړۍ او الوتکې څوڅو ځلې د تش په نامه له ياد حق څخه په ناوړه استفادې سره د چين ، ارجنټاين، برازيل، هند او ليبيا په ګډون د څه باندې ۳۰ هېوادونو سمندري قلمرو ته ننوتلې دي، د دغو هېوادونو پر مخالفت يې سترګې پټې کړې او په خپله خوښه يې د دوی پر حاکميتونو حاکميت تېري کړي دي.

امريکايي حکومت پخوا د جنوبي سمندرګي په اړه څرګند دريځ نه و ښودلی، خو اوس وضعيت بدل شوی، ځکه هغه غواړي پر چين زيات فشارونه واچوي.

امريکا همېشه چين خپل لومړی لوی سيال او د ځان ګواښ ګڼي ، په سياسي برخه کې يې د چين د ګوښه او منن وي کولو هڅه کړې او په اقتصادي برخه کې يې پر چين بنديزونه لګولي دي. اوس د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه يعنې اسيان د امريکا او اروپايي ټولنې پر ځای د چين لومړی لوی سوداګريز همکار ګرځېدلې او د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ډېره فعاله شوې. له چين سره د اسيان نږدې اړيکو امريکا اندېښمنه کړې، نو پومپيو او نور امريکايي سياستوال هڅه کوي چې د دواړو خواوو په اړيکو کې خړپړتياوې پيدا کړي، د دې سيمې سوله او ثبات خراب کړي او خپلې ګټې ترلاسه کړي. خو چين وايي، چين به په دوامداره توګه خپل حاکميت او د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای