CRI Online

امريکايي سياستوال له خپلو ملګرو ورځ تر بلې واټن اخلي او بېګانه کېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-12 20:52:31

امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان څخه تر وتلو وروسته لاهم په دې هڅه کې ده چې د دې سازمان د اصلاحاتو رهبري په لاس کې واخلي،جرمني او فرانسه پرې راضي نه دي او په دې وروستيو کې د دې مسئلې له امله د G7 له داخلي خبرو اترو څخه هم ګوښه شول. په نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا له خپرېدو سره همهاله ، د امريکا او د ملګرو تر منځ يې درز لا په ژورېدو دی. د امريکايي سياستوالو هڅې چې غواړي د نړيوالې څو اړخيزې حکومتدارۍ قواعد په زور بدل کړي، ورځ تر بلې بربنډيږي.

د خبري رسنيو په قول، د امريکا تر مشرۍ لاندې ، G7 په خصوصي ډول په تېرو ۴ مياشتو کې د ټېليفون له لارې د روغتيا نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه نژدې ۲۰ دورې سلامشورې ترسره کړې دي. اوس جرمني او فرانسه له يادو خبرو اترو څخه لاس اخلي ، دا اټکل کېدای شي چې د امريکايي سياستوالو د اصلاحاتو په پلان کې دومره ډېر ځانګړي سياسي توکي ځای کړي چې له امله يې ملګري هېوادونه سخت قهريدلي دي.اروپايي هېوادونه په ښکاره توګه د روغتيا نړيوال سازمان د اصلاحاتو د پرمخبيولو په اړه د امريکا اراده څاري .

د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته اوس له درېيو مياشتو لږ وخت پاتې دی او په دغه هېواد کې پر کوويد-۱۹ د تشخيص شوو کسانو شمېر له ۵ ميليونو څخه ډېر شوی دی. د وبا ، اقتصادي او ټولنيز بحران د ګډې اغېزې له امله د سپينې ماڼۍ د سياستوالو نظرپوښتنې مخ په کمېدو دي . د رويټرز اژانس د خبر له مخې، سپينه ماڼۍ د روغتيا پر نړيوال سازمان پر له پسې فشار اچوي او موخه يې دا ده چې د وبا پر وړاندې خپله پړه نوموړي سازمان ته واچوي او دا کار د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره هم تر سره کوي.

سر بېره پر دې ، د روغتيا نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه د امريکا او اروپا ترمنځ توپيرونه ښيي چې په لوېديځه نړۍ کې د لوی نړيوال بحران پر وړاندې نظريې او عملونه بېل دي. لوی اروپايي هېوادونه پدې باور دي چې د وبا په څېر د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره موږ بايد پر څو اړخيزيزم ټينګار وکړو.

په دې وروستيو کلونو کې د واشنګټن سياستوالو نړۍ ګډوډه کړې او د دوی د لوېديځو ملګرو په ګډون د ګردې کرې د خلکو قهر يې راپارولی دی. دوی څو څو ځله له اخلاقياتو ، ضميرونو او د نړيوالې ټولنې ګډې ګټې له پامه غورځولي او له دې حالت سره مخامخ دي چې ټول خلک ورته اشاره کوي. که دوی خپلې ناسمې کړنې بدلې نه کړي ، د دوی پرمخ به ټولې دروازې وتړل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای