د اګست ۱۲مه د ځوانانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا په رسمي ډول په ۱۹۹۹ کال کې د م م په عمومي اسامبلې کې د نړۍ د ځوانانو لپاره د يوې رسمي ورځې په توګه وټاکل شوه. د کوويد-۱۹وبا د خپرېدو په حال کې ، روان کال د ځوانانو نړيواله ورځ "په نړيوالو چارو کې د ځوانانو ګډون" په نوم ولمانځل شوه. دغه ورځ د ټولو هېوادونو د ځوانانو لپاره خاص اهميت لري.
کوويد -۱۹ وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې او پر ځوانانو يې سخته اغېزه کړې ده . د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ادهانوم د اګست په ۱۲مه نېټه د ځوانانود نړيوالې ورځې په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او ويې ويل چې يادې وبا نه يوازې د ځوانانو پر راتلونکي بده اغېزه کړې ،بلکې د نړۍ په اقتصاد ، استخدام، ښوونې او عمومي روغتيايي سيسټم باندې يې هم بدې اغېزې کړې دي. د کارګرانو نړيوال سازمان د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اوس په نړۍ کې تر ۷۰ سلنې زيات ځوانان د کوويد-۱۹ وبا له امله اغېزمن شوي دي. د دې وبا له د رامنځته کېدو راهيسې ، په نړۍ کې په هرو شپږو ځوانانو کې يو تن خپله دنده له لاسه ورکړې . د هغو ځوانانو په منځ کې چې خپلو چارو ته دوام ورکوي ، د ۴۲سلنه ځوانانو عايدات کم شوي او ۳۸ سلنه ځوانان د خپل راتلونکي مسلک په اړه بې باوري احساس کوي. د کارګرو نړيوال سازمان عمومي مدير ګوي ريدر په ياده اعلاميه کې ويلي چې دغې وبا پر ځوانانو ډېرې بدې اغېزې کړي چې نه يوازې د دوی د کار او کارموندنې امکانات يې له منځه وړي ، بلکې تعليم او روزنه يې هم ګډوډه کړې او د ځوانانو پر رواني روغتيا يې هم سخته بده اغېزه کړې ده.
اوس مهال لاهم په ټولو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ وبا له امله رامنځته شوې ننګونې دوام لري او د وبا پر ضد د مبارزې پروسه لاهم د يو شمېر سياستوالو د يو اړخيزو او سياسي کولو ميتودونو سره مخ ده. د پيچليو ننګونو پر وړاندې، بايد ټول انسانان همکاري وکړي، دوی کولی شي ستونزې لرې کړي.د نن ورځې ځوانان د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته تر بل هر وخت ډېره اړتيا لري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي که د ګردې نړۍ ځوانان خپل مسؤليتونه ولري ، نو انسان ته به هيله ورکړي او د انسانانو د سولې او پرمختګ هڅولو عالي چارو ته به قوي ځواک ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |