CRI Online

پومپيو غواړي خپل ځان د امريکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي  

cri     (GMT+08:00) 2020-08-13 21:40:36

د امريکا د مشهور ډيپلومات زبيګنيو برزېزنسکي زوی مارک برزېزنسکي په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې وويل، سياست د پانګې او رای له مخې تر سره کېږي، اوس د امريکا د ډيپلوماسي په برخه کې اپارتيونيستي کسان د مسلکي کسانو په پرتله غوره دي. په يادو اپارتيونيستي کسانو کې مايک پومپيو تر ټولو بد نوم لري.

پومپيو تېره مياشت ايووا ايالت ته ولاړ او هلته يې په يوه غونډه کې وينا وکړه. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزيران معمولاً ياد ايالت ته نه ځي، خو د ولسمشرۍ کانديدان هميشه د کمپاين لپاره هلته ورځي. سي اېن اېن په يوه ليکنه کې چې نوم يې دی پومپيو په اووه ايالت کې څه کوي؟ ويلي، په دې ايالت کې باوري رايې ورکوونکي شتون لري، د دوی ملاتړ د جمهوریت غوښتونکي ګوند په ايالتي ټاکنو کې د بریاليتوب لپاره ډېر مهم دی. د امریکا د سياسي خبري ويبسايټ بولوارک ويلی، پومپيو اوس د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير دنده پرېښودلې او ټول پام يې کورنيو چارو ته ورکړی دی.

سي اېن اېن څه موده مخکې يوه ليکنه خپره کړه، چې نوم يې دی پومپيو د امریکا بهرنيو چارو ته تاوان رسوي. نيويارک ټايمز هم په خپله ليکنه کې ويلی چې پومپيو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت نېک شهرت، چې په تېرو څو پيړيو کې د خدمتونو او قربانۍ له لارې جوړ شوی، ويجاړ کړی او دغه وزارت د هغه د کړنو له امله شرمنده دی.

که د چين پر وړاندې د امريکا پاليسې د پومپيو په مشرۍ جوړه شي، نو د امريکا ټولو خلکو ته به په درنه بيه تمامه شي.

(فرشته)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای