CRI Online

چين د بهرنۍ سوداګرۍ او د بهرنيو پانګونو دثابتوالي لپاره ۱۵ تدبيرونه صادر کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-08-14 15:59:29

د چين د دولتي شورا دفتر څه موده مخکې د بهرنۍ سوداګرۍ او د بهرنيو پانګونو د ثابتولو لپاره د کارونو وړانديزونه خپاره کړل چې د مالياتو د تګلارو بشپړتيا، د سوداګرۍ د نوې بڼې او نوي شکل پرمختګ، له ګمرکاتو څخه د تيريدو او د تجارانو د تګ راتګ چارو ته د اسانتياوو برابرولو او د مهمو توليدي چارو او تصديو د ملاتړ په برخو کې پنځلس تګلارې او تدبيرونه وړاندې کړي تر څو د بهرنې سوداګرۍ عمومي حالت او د توليد چارو په ځنځير کې د عرضې ځنځير ثابت شي.

د چين د سوداګرۍ وزير مرستيال ژن هونګ بين د اګست په ۱۳مه نېټه د دغو تګلارو په اړه يوه غونډه کې دا مالومات ورکړل چې د دغو تګلارو او تدبيرونو د صادرولو هدفونه د بهرنې سوداګرۍ د عمومي حالت او د بهرنيو پانګو د جلبولو اندازې ثابتول او د بهرنيو پانګونو د زياتوالي اندازې پراخول دي. هغه وويل چې د نندارتونونو، مالياتو، پولي چارو او بيمو د ملاتړ اندازې به پياوړې شي، د نړيوالو بازارونو خلاصولو په برخه کې به له تصديو سره مرسته وشي او په تصديو کې د توليد او سوداګرۍ او د ګمارنو چارې ثابتې شي، د چټکو لارو خلاصولو له لارې د تجارانو تګ راتګ ته به اسانتياوې برابرې شي، د لوړ ساينس او تکنالوژۍ، د څيړنې او اختراع، د توليد چارو په ځنځير کې د کمزورو برخو د ښه والي په چارو کې د بهرنيو پانګونو هڅونه وشي. په ګمرکاتي چارو کې به لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي، د نوي ډول چارو ازمويښتي ځايونه به پراخ شي او د تصديو اصلي بيې به کمې شي، ورخلاصون به لا زيات شي، د مهمو بهرنيو پانګونو په پروژو کې به د خدمتونو اندازه لوړه شي او د بهرنيو پانګوونکو باور به پياوړی شي.

د کوويد-۱۹ وبا پر نړيوال اقتصاد ډېرې منفي اغيزې کړې په تيره بيا د دغه وبا په پيل کې د ځينو توليداتو عرضې په برخه کې ستونزې رامنځته شوې چې ځينو هېوادونو او سيمو د توليد چارو د ځنځير د امنيت په هکله انديښنې درلودې او په بهرنيو هېوادونو کې يې د خپلو هېوادونو د تصديو هڅونه يې وکړه چې د توليد چارو جوړښت تنظيم کړي. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګونو د اداره کولو څانګې مشر ځونګ چانګ چينګ وويل چې زموږ په نظر ځينو تصديو د اصلي بيو، سوداګريز چاپيريال او د عرضې ځنځير د ثابتوالي له لحاظه فکر وکړ چې د توليد چارو جوړښت او په ټوله نړۍ کې د پانګو حالت تنظيم کړي. دا عادی بازاري عملونه دي. په همدې وخت کې مو پام کړی چې د ځينو هېوادونو حکومتونه د ټولې نړۍ د توليد چارو د عرضې په ځنځير کې ډېره لاسوهنه کوي او کم شمېر سياستوال غواړي چې حتی د توليد چارو له ځنځير څخه د چين رول لغوه کړي. خو دا ليدلی شو چې چين لا هم د اکثرو بين المللي شرکتونو د پانګونو عمده هدف ځای دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ د يوې شميرنې په خپرولو سره وويل چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې په چين کې د استفاده شويو بهرنيو پانګو اندازه ۵۳۵ مليارډ ۶۵۰ مليونه يوانو ته ورسيده چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه پنځه سلنه زياته شوې. ځونګ چانګ چينګ وويل چې له عمومي لحاظه د چين اقتصاد په ثابته توګه د پرمختګ په حال کې دی او په اوږد راتلونکې کې د لا په اسانتياوو رامنځته کيدو په برخه کې د چين پلان نه دی بدل شوی، د پانګو جلبولو په اړه د چين د لويو بازارونو توان نه دی بدلشوی، د توليد چارو جوړښت، د انساني ځواکونو د سرچينې او د بنسټيزو تاسيساتو په شمول برخو کې د چين برتري لا هم پر خپل ځای ده. دغه راز په چين کې د ورخلاصون پراخولي، د سوداګريز چاپيريال د غوره والي هدفونه نه دی بدل. اکثر بين المللي شرکتونه د چين د پټ توان په هکله ښه ارزونه کوي او غواړي په چين کې يې سوداګريزې چارې پرمختګ ومومي. نو په چين کې د بهرنيو پانګونو کارونه د باور وړ دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای