CRI Online

د افغانستان د سولې بهيرهم له فرصتونو او هم له ننګونو سره مخ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-14 20:20:55

اوسمهال د افغانستان د سولې بهير په کيليدي مرحله کې دی او له ډېرو فرصتونو او ننګونو سره مخ دی. د امريکا او طالبانو تر منځ د لاسليک شوې هو کړې له مخې بهرني ځواکونه به د پلان له مخې له افغانستان څخه ووځي: د سيمې هېوادونه په تېره بيا د دغه هېواد ګاونډي هېوادونه غواړي د افغانستان د سولې په بهير کې ونډه واخلي.

څه موده مخکې په افغانستان کې مشورتي لويه جرګه تر سره شوه او پرېکړه يې وکړ، چې افغان حکومت دې ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي څو بين الافغاني مذاکرات ژر پيل شي. ټول افغانان سولې ته سترې هيلې لري او احساس کوي چې سولې ته ډېر نژدې شوي دي. ويل کېږي چې د طالب بنديانو خوشي کول د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د باور ټينګولو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره يو مهم ټکی دی. خو د ځينو بنديانو د خوشي کېدو په برخه کې د بېلا بېلو خواوو تر منځ د نظريو توپيرونه لا هم شته، که دغه بنديان ټول خوشي شي، نو د بين الافغاني مذاکراتو لپاره به لاره هواره شي، او که داسې ونه شي، د سولې پر بهير به منفي اغيزه وکړي.

په داسې وخت کې بايد اړوندې خواوې د افغانستان د مسئلې په هکله کړې ژمنې پوره کړي او لاسليک شوي تړونونه مراعات کړي تر څو د افغانستان حالات په ثابته او منظمه توګه ښه شي او دغه هېواد پرمختګ وکړي. اوسمهال تر ټولو لومړۍ او ډېره اړينه چاره دا ده چې امريکايي پوځ بايد په مسئولانه توګه له افغانستان څخه ووځي، چې د دغه هېواد او د دې سيمې ګټو ته زيانونه ونه رسوي. دويم: بېلا بېلې خواوې بايد له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي څو په دغه هېواد کې د ترهګريزو پيښو د بيا رامنځته کېدو مخه ونيول شي. درييم: د سولې د رامنځته کولو لپاره دې بېلا بېلې خواوې زغم وساتي او د سوله ايزو خبرو اترو له لارې د نظريو توپيرونه دې حل کړي. څلورم: د افغانستان ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د سوله ايز بهير ملاتړ وکړي او د دغه هېواد له اقتصادي پرمختګ سره دې مرستې وکړي.

ويلی شو چې اوسمهال د افغانستان د سولې بهير هم له فرصتونو او هم له ننګونو سره مخ دی، په داسې وخت کې اړوندې خواوې بايد په احتياط ثابت ګامونه پورته کړي او په ګډه د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای