CRI Online

مايک پومپيو چې د کنفوسيوس پر انسټيټيوټ فشار اچوي،امريکا يې شرموي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-14 21:03:25

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د اګست په ۱۳مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د کنفسيوس انسټيټيوټ امريکايي مرکز د ډيپلوماتيک پلاوي په توګه ليست شوی .نوموړي د کنفسيوس پر انسټيټيوټ تور لګولی او د چين د کمونېست ګوند د تبليغاتي وسيلې يوه برخه يې بللې. امريکايي سياستوالو د چين او امريکا د همکارۍ پروژو عادي کړنې تخريب او بدنامې کړې دي چې داد ايډيولوژيک جنجال لامل کېږي. پومپيو او د هغه په شان امريکايي سياستوالو د چين او امريکا ترمنځ عادي کلتوري تبادلې له خطر سره مخ کړي او د بشپړه قطع کېدو په خطر کې دي. هغه څه چې دوی وکړل د امريکا ټولنې ته يې شرم راوړی دی.

د يو غير انتفاعي ښوونيز سازمان په توګه ، کنفوسيوس انسټيټيوټ ۱۶ کاله دمخه د چيني ژبې د زده کړې لپاره د نړۍد بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د خلکو اړتياوو پوره کولو لپاره جوړ شوی او ژمن دی چې د چيني ژبې او کلتور په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي. په نړۍ کې د کنفوسيوس انسټيټيوټ د ورته ادارو رامنځته کېدل هېڅکله ځانګړې قضيه نه شي کېدای .د جرمني، فرانسې او هسپانيې په ګډون لوېديځو هېوادونو په نړۍ کې د خپلو ژبو او کلتور د ودې لپاره ادارې رامنځته کړي او دا د کنفسيوس انسټيټيوټونو څخه ډېر دمخه رامنځته شوي دي.

د يادونې وړ ده چې اوس د چين او امريکا اړيکې له بې ساري مشکلاتو سره مخامخ دي، امريکا په همدې مهال د کنفوسيوس پر انسټيټيوټ فشار اچوي، دا په دې وروستيو کې د امريکايي سياستوالو نوی اقدام دی چې د چين پرنظرياتو يې بريد پيل کړی دی. د دې تر شا ، نه يوازې د وبا د مخنيوي په برخه کې د امريکا د حکومت هغه ناکام عوامل دي کوم چې غواړي د خلکو غوسه پرې سړه کړي، بلکې د ولسمشريزو ټاکنو د رارسېدو پر مهال د چين موضوع هم غوره کوي ترڅو د رايو راجلبولو لپاره هلې ځلې وکړي.

نن ورځ ، د چين او امريکا ترمنځ تګ راتګ او همکاري د وخت اړتياوې او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې دي.مايک پومپيو په قصدي ډول چين ګواښ بللی دی او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ کولتوري تبادلې ته خنډ ګرځېدلی دی،خو د خلکو ذهنونه يې له پامه غورځولي دي. داسې ښکاري چې د پومپيو ياد چلند به خامخا ناکامېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای