CRI Online

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ثابت پرمختګ په ثابت ډول د نړيوال صنعتي ځنځير د روانېدو سبب کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-15 20:26:42

په دې وروستيو ورځو کې د هاسپانيا د ايل پايس ورځپاڼې د جرمني د دويسبورګ ښاروالۍ د ماليې مسؤل مارتين موراک له قوله ويلي چې اوس د چين او جرمني ترمنځ سوداګريز تګ راتګ په چټکۍ سره اعاده شوی او هره اوونۍ د چين او اروپا ترمنځ اورګاډي له ۴۵ څخه تر ۶۰ پورې ځلې تګ راتګ کوي. د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې د دغو اورګاډو حرکتي اندازه او د دغو اورګاډو په وسيله د ليږدول شويو مالونو اندازه زياته شوې چې د جولای تر پايه پورې په مسلسلو دريو مياشتو کې د دغو اورګاډو حرکتي اندازه له زرو ځلونو څخه اوښتې چې دغه شمېر په مسلسلو پنځو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لسګونې سلنې زياتوالی موندلی دی.د چين د بهرنۍ سوداګرۍ احيا د نړيوال صنعتي ځنځير د ثبات سبب کيږي.

له روان کال راهيسې د کوويد ۱۹ وبا تر منفي اغيزې لاندې نړيوال سوداګريز ارزښت تر زياتې اندازې پورې کم شوی، خو د چين بهرنۍ سوداګري له اټکل څخه وتلې او حالت يې د نورو اقتصادي ډلو په پرتله ښه دی. د يوې شمېرنې له مخې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ صادرات په مسلسلو څلورو مياشتو کې زيات شوي او په جولای کې يې په لومړي ځل لسګونې سلنې پرمختګ موندلی دی.د دې ترڅنګ د چين واردات په مسلسلو دوو مياشتو کې زيات شوي دي. د نړيوال اقتصاد د پرزيدا او د بازاري اړتياوو د کمښت په حال کې دا يو اسانه کار نه دی او له دې څخه د چين اقتصاد غښتلی ځواک ښکاري.

د يادونې خبره دا ده چې د چين د دولتي شورا دفتر په دې وروستيو ورځو کې د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونو د ثبات لپاره ۱۵ ماده ييز تدبيرونه صادر کړي د بېلګې په توګه د صادراتي کريډيټ د بيمې رول به ولوبوي،له څو لارو چارو به د بهرنيو سوداګريزو تصديو له خوا د پيسو راغونډولو لپاره له هغوی څخه ملاتړ وکړي،،منځنيو او کوچنيو بهرنيو سوداګريزو تصديو ته به لازيات صادراتي پورونه ورکړي او په انټرنېټ کې به د نړيوالو سوداګريزو ډګرونو له جوړولو څخه ملاتړ وکړي.د دغو تدبيرونو په نيولو سره به بهرنيو سوداګريزو تصديو ته لازيات ملاتړ او ضمانت برابر شي، د دغو تصديو اداري لګښتونه به په پر له پسې توګه کم شي او نوی سوداګريز پرمختيايي موډل به جوړ شي.

اوس چين د هغه جوړښت د ټاکلو لپاره هڅه کوي چې عمده برخه يې د کورنيو اړتياوو او مصرف زياتوالی دی او پکې کورني بازار له نړيوال بازار سره تړل کيږي.د نړيوال چاپيريال او د کوويد ۱۹ وبا د سختوالي په حال کې چين تر خپلې وسې پورې د بهرنۍ سوداګرۍ د ثبات ساتلو لپاره هلې ځلې کړې چې دغه کړنه نه يوازې د ځان لپاره بلکې د نورو هېوادونو لپاره تر سره کوي. له دې کړنې څخه د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين مسؤلانه رويه څرګنديږي.د چين له خوا د بهرنۍ سوداګرۍ د ثباتېدو لپاره يو لړ تدبيرونه او د دغو تدبيرونو د نيولو له لارې تر لاسه شوې لاسته راوړنې نه يوازې د نړيوال صنعتي ځنځير د ثابت ساتلو لپاره ګټورې دي بلکې د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای