CRI Online

د پيټر ناوارو له خبرو څخه د امريکا د پريکړه کوونکي نظام ناکامۍ ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2020-08-15 20:50:55

د امريکا د سپينې ماڼۍ د سوداګريزې کميټې مشر پيټر ناوارو په دې وروستيو کې د فاکس تلويزيون له خبريال سره په مرکه کې وويل، له دې امله خپه شوی چې د کوويد-۱۹ وبا پر وړاندې د دغه هېواد ټولنه له ټوټه کېدنې سره مخامخ ده او له غوسه ناکو احساساتو څخه ډکه ده. نوموړي زياته کړه چې که امريکايان دغه منفي احساس لامل پر چين واچوي، امريکا به ژر له دې وبا څخه دوباره جوړه شي. د ده خبرې د پروګرام وياند او زيات کتونکي حيران کړي.

د پاملرنې وړ خبر دا دی چې له يادې مرکې څخه ۲ ورځې دمخه په امريکا کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر تر ۵ مليونو تنو زيات شوی او د مړو شويو ناروغانو شمېر ۱۶۲ زرو او ۸ سوو تنو ته رسېدلی و. د روانې وبا د وقايې او کنترول ناکام وضعيت او په نژدې راتلونکي کې د ولسمشرۍ ټاکنې ښايي د نوموړې د نندارې عمده سبب وي، د دې خبرو تر شا د سياسي سرچينو د تر لاسه کولو موخه پټيږي.

د ناوارو له نندارې څخه بيا دا تائيد شوې چې د امريکا پريکړه کوونکي نظام په ناسم مدار باندې روان دی او د وبا رښتيني وضعيت ته يې مناسبه کتنه نه ده کړې. امريکا په نړۍ کې يوازينی ډېر لوی او پرمختللی هېواد دی او د وبا د وقايې او کنترول ښه ټولنيز او اقتصادي بنسټ لري، خو د دغه هېواد خلک د مشرتابه کچې د غېر مناسبو کړنو له امله درنه لوړه بيه ورکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای