CRI Online

پاکې اوبه او شنه غرونه زموږ شتمني ده

cri     (GMT+08:00) 2020-08-15 21:11:14

( د چين د جه جيانګ ولايت يوو کلی)

د يوو کلی د چين د جه جيان ولايت په شمال کې پروت دی او پنځلس کاله مخکې په دوبي کې همدلته شي جين پينګ په لومړي ځل هغه مفکوره څرګنده کړه چې (( پاکې اوبه او شنه غرونه د طلايي او نقره يي غرونو په شان دي))، او پر دې يې ټينګار وکړ چې د چاپيريال په بيه اقتصادي پرمختګ ته بايد زړونه ښه نه کړو.

نوموړي کلي له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د چاپيريال ساتنې او د سيلانيز اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې. تېر کال د دې کلي عمومي عايدات تر ۲۷۰ مليونو يوانو زيات شوي او د هر بزګر منځنی عايد ۵۰ زرو يوانو ته رسېدلی دی. د يوو کلی دغې موخې ته رسېدلی چې چاپيريال يې ښه او ښکلی ، صنعتي چارې يې سمسورې او خلک يې شتمن دي.

شي جين پينګ دې ته اشاره کړې چې کلي د صنعتي چارو په اتکا سمسورتيا تر لاسه کولی شي، د صنعتي چارو د پرمختګ لپاره بايد خپله ځانګړتيا ځلانده شي، د ځانګړو صنعتي چارو د پرمختګ په لاره کې بايد علمي لارې چارې تر سره شي او له مشخص وضعيت سره بايد سمون ولري. د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لپاره بايد له دې څخه ډډه وشي چې اقتصادي پرمختګ ته لومړيتوب ورکړل شي او بيا د ککړ شوي چاپيريال د ښه والي لپاره هڅې وشي.

نه يوازې په نوموړي کلي کې، بلکې د هېواد په نورو ځايونو کې د پاکو اوبو او شنو غرونو ښکلې منظرې ليدل کيږي. له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د چاپيريال ساتنې مفکورې د چينايانو په زړونو کې مهم ځای نيولی، د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ افکارو د عملي کېدو په برخه کې ډېرې هڅې شوې او د شين پرمختګ او ژوند نظريو د چينايانو پر ژوند ډېرې اغېزې کړې.

(( پاکې اوبه او شنه غرونه د طلايي او نقره يي غرونو په شان دي))، دغه مفکوره نه يوازې په چين کې د ټولنې ګډه نظريه ګرځېدلې بلکې په نړۍ کې د چاپيريال او ايکولوژۍ د ساتنې او ابادۍ لپاره يې خدمت کړی او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای