CRI Online

هوښيارې بهرنۍ تصدۍ له چين نه خپلې پانګې نه وباسي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-16 16:47:23

که څه هم د امريکا ځينو سياستوالو کله کله له چين څخه د وتلو په اړه د خپلو تصديو هڅونې کړې، خو د امريکا او چين سوداګريزې ټولنې د يو وروستي رپوټ له مخې ۸۳٪ امريکايي تصديو چې د يادې ټولنې مرکې يې منلې، لا تر اوسه چين د ټولې نړۍ له ۵ لويو بازارونو څخه يو وباله، ۷۵٪ امريکايي تصديو څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې په چين کې خپلې پانګې کمې نه کړي يا ښايي نورېبه يې هم زياتې کړي. لکه د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان څو ورځې مخکې ويلي وو چې هوښيارې بهرنۍ تصدۍ به د چين له لوی بازار څخه لاس وا نه خلي.

له يو لړ شمېرو او معلوماتو څخه د چيني اقتصاد قوي ځواک او د چيني بازار کشش څرګندېږي. په تېره جولای مياشت کې د چين لخوا لګول شوې بهرنۍ پانګې ۶۳ ميليارډه او ۴۷۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۱۵.۸٪ زياتوالی موندلی دی. د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين لخوا د لګول شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۵۳۵ ميليارډه او ۶۵۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۵٪ زياته شوې ده. په همدې موده کې په چين کې نويو ۱۸۸۳۸ بهرنيو تصديو په چين کې پانګونې کړې او زياتو لويو بهرنيو تصديو په چين کې لا زياتې پانګونې کړې دي.

په داسې حال کې چې کوويد ۱۹ لا تر اوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د چټک خپرېدو په حال کې دی، د بهرنيو تصديو لخوا له چين څخه وتل له سوداګريزو اصولو څخه سرغړونه ده او په دغه هېواد کې د لا زياتو پانګو اچول آن هوښيار انتخاب دی.

لومړی، په چين کې تل د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې دوام لري، نو په چين کې د پانګونې فرصتونه مخ په زياتېدو دي. دوهم په چين کې سوداګريز چاپېريال هم ورځ په ورځ ښه کېږي. د دې تر څنګ د چين دولتي شورا څو ورځې دمخه د بهرنيو پانګونو او سوداګرۍ د هڅولو ۱۵ نوې تګلارې او تدبيرونه خپاره کړي چې په دې توګه يې له بهرنيو تصديو څخه زيات پولي ملاتړ ښودلی دی.

اټکل کېږي چې چين به د دغه کال په دوهمه نيمايي کې په دې برخه کې د خپلو تګلارو پلې کولو ته دوام ورکړي، په ليرې راتلونکې کې به د چين لخوا د بهرنيو پانګو د راجلبولو وړتيا لا قوي شي، پر چين د بهرنيو تصديو باور به لا پياوړی او زيات شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای