CRI Online

د نوې سړې جګړې د پيلولو په اړه د مايک پمپيو هڅې خامخا بې نتيجې شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-16 18:46:44

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د اګست په ۱۵مه نېټه څلورو اروپايي هېوادونو ته خپل سفر پای ته ورساوه. دا له وروستيو ۳ اوونيو راهيسې اروپا ته د ده دوهم سفر و. د امريکا دغه سياستوال چې دماغ يې د سړې جګړې له فکرونو څخه ډک دی، د اروپا له لويديځ نه منځنۍ ختيځې برخې ته سفر کړی او تل يې اديالوژيکي دښمنۍ پارولې او غوښتنه يې کړې چې د نوې سړې جګړې د پيلولو لپاره دځينو اروپايي هېوادونو ملاتړ او ګټې واخلي.

د مايک پمپيو دغه سفر له چېک څخه پيل شو. هغه په دغه هېواد کې څو څو ځلې د کمونيزم ګواښ يادونه وکړه، خو دومره زيات غبرګونونه نه دي رامنځته شوي. هغه د چېک له صدر اعظم سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې پر چين او د چين پر کمونېست ګوند سختې نيوکې وکړې، خو د چک صدر اعظم په دې اړه څرګنده کړه چې چک يو حاکميت لرونکی هېواد دی. دلته موږ هېڅ لوی ګواښ نه ګورو.

مايک پمپيو بيا اسلاونيا ته لاړ چې يو ځل بيا يې د ۵G په پلمه پر چين تور ولګاوه. خو د دغه هېواد يوې ورځپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، د سنوډن پېښې له اړوندو معلوماتو څخه څرګندېږي چې حتی د امريکا مخابراتي شبکه هم د ناقانونه غوږ نيونې، څارنې او د شخصي معلوماتو د افشا مخنيوی نشي کولای.

د مايک پمپيو ۳م تمځای اطريش و چې د ۵G او د انرژۍ امنيت په برخو کې يې د دغه هېواد تګلارو ته ګوته ونيوله. خو اطريش چې يو دايمي بې طرفه هېواد دی، نه غواړي چې د خپلو دولتي ګټو په اړه مسئلو کې د امريکا کنټرول او خوښه ومني. د دغه هېواد د نيوز ورځپاڼې په يوه تبصره کې ليکل شوي چې اطريش د North Stream 2 د طبيعي ګاز پايپلاين په مسئله کې امريکا ته خپل سر نه دی ټيټ کړی، نو د ۵G په مسئله کې دې Huawei هم ليرې نه کړي.

پولنډ چې د امريکا ملګری دی، د مايک پمپيو په دغه سفر کې وروستی تمځای و. د دغه سفر په ترڅ کې امريکا او پولنډ د دفاعي همکارۍ يو موافقه ليک لاسليک کړ چې په دې توګه په پولنډ کې د ميشتو امريکايي پوځيانو شمېر زيات شي. امريکا لومړی له جرمني نه خپل ځواکونه ايستلي، بيا په پولنډ کې خپل ځواکونه زيات کړي. دا به د پولنډ او جرمني ترمنځ توپيرونه او د پولنډ او روسيې ترمنځ دوښمني سخته کړي. دا کټ مټ د جرمني د صدر اعظمې انګيلا ميرکل لخوا د اروپايي ټولنې په دننه کې د يووالي د ساتلو کوښښونه خرابوي.

مايک پمپيو په خپل سفر کې پر واقعيتونو خپلې سترګې پټې کړې، زيات دروغ يې ويلي او د کمونيزم پر ضد او د چين پر ضد تبليغات يې کړي دي. که څه هم هغه په دې هڅه کې کوښښونه کوي چې اروپايي هېوادونه د امريکا د دولتي ګټو لپاره خدمتونه وکړي، خو داسې هېوادونه نه غواړي چې د امريکا ستراتيژۍ د پلې کولو وسلې وګرځي او پر امريکا زياته اتکا وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای