په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د دغه هيواد د سفارت په استازيتوب د اګست په ۱۷ مه نېټه د افغانستان د پوهنې وزارت سره د ماسکونو مرسته وکړه.
د افغانستان د ولسمشر د دفتر رئيس محمد شاکر کارګر د دغو ماسکونو د سپارلو مراسمو مشري وکړه. په دغو مراسمو کې د افغانستان د پوهنې وزيرې رنګېنې حميدي هم ګډون کړی و.
سفير وانګ په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او افغانستان ښه ګاونډيان او د وروڼو په څېر ښې اړيکې لري او د کورونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې يې يو له بل سره همکارۍ کړي او يو له بل څخه يې ملاتړ کړی دی. چين د افغانستان د پوهنې چارو ته پاملرنه کوي او غواړي د مرستندويه ماسکونو له لارې افغانانو او زده کوونکو ته خپله دوستي څرګنده کړي.
محمد شاکر کارګر وويل، چين د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړي، هيله ده چې خپلې همکارۍ همدغسې جاري وساتي او اړوندې تجربې شريکې کړي.
د افغانستان د پوهنې وزيرې رنګېنې حميدي په خپلو خبرو کې د چين د مرستو په پار مننه وکړه او ويې ويل، چې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د هېواد پوهنيزو چارو د پام وړ پرمختګ کړی دی، اوس په ګرد هېواد کې څه باندې ۹ ميليونه زده کوونکي او محصلين په زده کړو بوخت دي او دوه سوه زره ښوونکي تدريس کوي. افغانستان غواړي له چين سره د ښوونې په برخه کې خپلمنځي ګډې همکارۍ لاپراخې کړي، څو د افغانستان د ښوونې سويه نوره هم لوړه او زيات ماشومان له غوره ښوونيزو خدمتونو څخه برخمن شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |