د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اګست په ۱۸مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ته د د دغه هېواد خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام واستاوه.
وانګ یي په خپل پیغام کې ویلي، غواړم چې له تاسو سرپرست خارجه وزير اتمر سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو کړې موافقې پلې کړو، د یو کمربند او یوې لارې ګډه ابادي ژوره کړو، په بېلابېلو ساحو کې واقعي همکارۍ پرمخبوزو او د چین او افغانستان د اړیکو د پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړو. چین هيله لري چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره خپل ګټور رول ته دوام ورکړي او په افغانستان کې د سرتاسري سولې، بیا رغونې او پرمختګ لپاره تر وسې پورې مرستې برابرې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |