CRI Online

د م م سرمنشي او د فرانسې خارجه وزير د مالي پر ولسمشر شوې کودتا سخته وغندله

cri     (GMT+08:00) 2020-08-19 11:32:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اګست په ۱۸مه د مالي کودتا سخته وغندله او له کودتاچيانو څخه يې وغوښتل، چې سمدلاسه په دغه هېواد کې د اساسي قانون نظم او قانوني ادارې بيا اعاده کړي، له قيد او شرط پرته دې ولسمشر کيتا او نور پارلماني غړي خوشي کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو د وزارت ويبپاڼې د اګست په ۱۸مه پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد خارجه وزير جين يوس ليدريان د مالي پر کودتا اندېښنه څرګنده کړې او کودتا يې سخته غندلې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای