CRI Online

د شن جن ښار له چټک پرمختګ څخه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نوې خوځنده ځواک څرګندېږي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-19 14:29:00

د اګست ۱۸مه نېټه په شن جن ښار کې د چين د ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي نمونوي سيمې د جوړېدو له لومړۍ کليزې سره برابره وه. يوه ورځ وړاندې په شن جن ښار کې څه باندې ۴۶ زره ۵G بېس سټېشنونه جوړ شوي چې دغه شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

د دې تر څنګ د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو ۴۰مه کليزه به هم ژر راورسېږي. له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې شن جن ښار د چين له نورو ځايونو نه مخکې زيات اصلاحات تر سره کړي او د اصلاحاتو او ورخلاصون د نوې لارې د پيدا کولو دنده يې پر غاړه اخيستې ده او اوس له يو ليرې کرنيزې ولسوالۍ څخه پر يو نوښتي نړيوال ښار بدل شوی دی. نن ورځ شن جن يو ځل بيا د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نمونوي سيمې د جوړولو په لار کې له نورو نه مخکې چټک ګامونه پورته کوي.

د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر مياشت کې د چين عالي مشر شي جين پينګ په دغه ښار کې ټولې نړۍ ته اعلان وکړ چې چين به د اصلاحاتو په برخه کې خپلو ګامونو ته دوام ورکړي او هېڅکله به ور څخه لاس وا نه خلي. هغه څرګنده کړه چې چين به خامخا د ټولې نړۍ لپاره د ليدو وړ نوې معجزه رامنځته کړي. د ۲۰۱۹ کال په اګست کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون او د هېواد د دولتي شورا لخوا د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نمونوي سيمې د جوړېدو په برخه کې له شن جن څخه د ملاتړ وړانديز رسماً خپور شو. ويل کېږي چې په شن جن کې د يادې نمونوي سيمې جوړېدل پر نوي پيل او لا لوړې کچې او موخې د چين لخوا د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلې کېدو مشخصه څرګندونه ده.

شن جن ښار بايد نه يوازې د نورو لپاره نوې لاره پيدا کړي، بلکې ښه نمونه هم بايد واوسي او د نورو لارښوونه دې وکړي. د روان کال په لومړۍ نيما يي کې د کرونا وبا د چټکې خپرېدو او پيچلي کورني او نړيوال حالت کې د شن جن ښار GDP يعنې عمومي توليدي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۱سلنه هم زيات شوی دی.

علمي او تخنيکي نوښتونه د شن جن هميشني قوي ځواکونه دي. په ۲۰۱۹ کال کې د علمي څېړنې په برخه کې د شن جن ځايي حکومت لخوا لګول شوې پانګې نژدې يو چند زياتې شوې وې. د روان کال په لومړۍ نيما يي کې په دغه ښار کې د پرمختللو توليدي چارو اضافي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۴سلنه زيات شوی چې د زياتوالي سرعت يې د تېرې ربعې په پرتله ۱۲.۶سلنه چټک شوی دی.

د دې تر څنګ شن جن ښار په پر له پسې توګه خپلو اصلاحاتو ته ژورتيا ورکړې او د سوداګريز چاپېريال د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو په برخو کې پرمختللی دی. د بېلګې په توګه که څوک غواړي په شن جن ښار کې يو شرکت پرانيزي، نو د خپل شرکت د ثبتولو چارې او تشريفات يې ښايي لسګونو ثانيو کې تر سره شي.

شن جن ښار د پوهې تمليکي حق د ساتلو په برخه کې هم ښې پايلې تر لاسه کړې چې په ګوانګ دونګ ولايت کې يې د سوداګريزو رمزونو د ساتلو لومړۍ اډه او د پوهې تمليکي حق د اړوندو لانجو د حل لارښوونکی مرکز جوړ کړی دی.

ويلای شوو چې شن جن نه يوازې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې نمونوي رول لوبولی، بلکې، د کلتور، ټولنې، چاپېريال ساتلو په شمول بېلو برخو کې يې هم چټک پرمختګ موندلی دی. د روان کال په جولای مياشت کې شن جن ښار د چين د ښکلي ژوند د لويو ښارونو په ليست کې شامل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای