CRI Online

وانګ يي له قريشي سره د چين او پاکستان ترمنځ د دوهمې دورې ستراتيژيک ديالوګ تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-08-22 17:03:47

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۱مه نېټه په هاي نان ولايت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهم پړاو ستراتيژيک ديالوګ تر سره کړ.

وانګ يي وويل، چين او پاکستان د هر فصل د ستراتيژيکو همکاریو ملګري دي، دواړه خواوې متقابل لوړ سياسي اعتماد لري او تل يو له بل څخه کلک ملاتړ کوي. هر څه چې نړيوالو سيمو کې وضعيت هر څنګه وي او له څه ستونزو سره مخامخ شي، د پاکستان پر وړاندې د چين پاليسې به بدله نه شي. دواړه خواوې بايد په دوامدار ډول متقابل لوړ سياسي اعتماد وساتي او يو له بل څخه کلک ملاتړ وکړي. 

قريشي وويل، پاکستان د تجارت پر بنسټ له نورو هېوادونو سره اړیکې ټينګوي، خو له چين سره اړيکې د ستراتيژۍ پر بنسټ دي او د دواړو هېوادونو برخليک سره نژدې پيوستون لري. د پاکستان مشران په پوره توګه له چين سره همکاريو څخه ملاتړ کوي او د ټولنې بېلابېلې برخې موافقه لري چې له چين سره اړيکو ته پرمختګ ورکړي. پاکستان د چين له ټولو مهمو ګټو او مهمو علاقو څخه ملاتړ کوي او غواړي له دغه هېواد سره د راتلونکو همکاريو لپاره ګډې هڅې وکړي او خپلمنځي اړيکې لا نورې ټينګې کړي.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای