CRI Online

په افغانستان کې لس ملکيان په بمي چاودنو کې وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-24 14:07:19

يه افغانستان کې لس ملکيان د اګست په ۲۳مه نېټه د دغه هېواد په دوو ولايتونو کې د سړکونو په غاړه بمي چاودنو کې وژل شوي دي. د غزني ولايت وياند واحدالله جمعه زاده وويل چې د دغه ولايت په ختيځ کې يو موټر د طالبانو په لاس جوړ شوي بم باندې برابر شوی دی چې اووه ملکيان پکې وژل شوي دي.

همدارنګه د افغانستان په جوزجان ولايت کې د ګاز توليد د يو حکومتي فابريکې دری کارګران په لاس جوړ شوي بم چاودنه کې وژل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای