CRI Online

TikTok د قانوني وسلې په کارولو سره پر ځان باندې اقتصادي زور نه مني.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-25 15:51:58

د TikTok شرکت چې مقر يې د امريکا په لاس انجليس کې دی، د اګست په ۲۴مه نېټه له خپلو قانوني حقونو څخه د دفاع په موخه د دغه هېواد يوې محکمې ته خپله دعوا رسماً وړاندې کړ او د دغه شرکت په اند څو ورځې دمخه د امريکايي حکومت لخوا د Bytedance شرکت چې د TikTok اپليکشتن عمومي شرکت ګڼل کېږي، پر ضد صادر شوی حکم له اړوندو قوانينو څخه سرغړونه ده. دا د ستاينې وړ دی چې TikTok شرکت د قانوني وسيلې په کارولو سره پر ځان باندې اقتصادي ظلم ردوي او له خپلو قانوني حقه حقونو څخه دفاع کوي.

که څه هم د TikTok شرکت ټولې چارې د امريکا له اړوندو قواعدو سره پوره سمون لري، خو لا هم د امريکا ملي ګټو ته د زيان رسولو تور پرې لګول شوی دی. څو ورځې دمخه د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د يو اداري حکم په لاسليک سره وويل چې TikTok د امريکا ملي ګټې ګواښي او تر ۴۵ ورځو وروسته به امريکايانو او امريکايي تصديو ته اجازه ور نه کړي چې له TikTok او Bytedance سره معامله وکړي.

TikTok په خپله دعوا کې ويلي چې د ياد اداري حکم د خپرېدو بهير ناقانونه دی او د امريکا د اساسي قانون له مخې د دغه شرکت اړوندو حقونو ته زيان رسېدلی دی. د امريکا حکومت د هېڅ شواهدو په نه درلودلو سره پر TikTok تور لګولی او ور باندې يې فشار اچولی دی. له دې څخه څرګندېږي چې ځينو امريکايي سياستوالو د ازاد بازار او مساوي سيالۍ په شمول پر بنسټيزو اصولو خپلې سترګې پټې کړې او په بربنډه توګه يې له خپلو سياسي واکونو څخه په ګټې اخيستنې سره پر بهرنيو شرکتونو تر قانوني پلمو لاندې سزاوې ورکړې دي. د دوی دغه کړنه ډيجتلي ظلم او زورزياتي بلل کېږي. د روسيې نامتو سياسي څېړونکی روفيمچوک په دې حيراني وښوده چې په زور د TikTok لاسته راوستنه پرې خيټه اچول د نورو مال چور کولو په معنی دي.

په حقيقت کې د چين پر تصديو د امريکايي حکومت بريدونه دوه مخونه لري چې نه يوازې نورو، بلکې خپل ځان ته زيان ورسوي. د فرانسې خبري رسنيو دې ته اشاره وکړه چې په چين کې زياتې روانې امريکايي تصدۍ د امريکايي حکومت د يادو کړونو له امله اوس اندېښنه کوي چې د امريکا بنديز لګونې ښايي د دوی او چيني تصديو ترمنځ پر عادي تګ راتګ او سوداګرۍ منفي اغېزه وکړي.

د قانوني وسيلې په کارولو سره د TikTok لخوا د اقتصادي زور ردول د يوې چيني تصدۍ لخوا له خپلو حقه حقونو څخه د دفاع عادلانه عمل دی او د امريکايي حکومت لخوا د خپلو ملي طاقت بدې کارونې او د ازاد بازار خرابولو ته قوې ضربه ده. د چين خارجه وزارت وياند په دې اړه ويلي، د چين حکومت به په دې اړه له اړوندو تصديو څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د هر ډول لازمو تدبيرونو په نيولو سره به د چيني تصديو له حقه حقونو څخه دفاع وکړي.

چين به له اړوندو قوانينو څخه په ګټې اخيستنې سره نړيوال ظلم او فشار رد کړي او نړيواله ټولنه به ترې د امريکايي حکومت پر رښتينې بڼې باندې لا پوه شي. امريکا چې په خپله خوله کې يو قانوني هېواد دی، په رښتينې توګه واقعيتونه بنسټ وبولي او قوانين د معيار په توګه وکاروي، يا د خپلو شخصي ګټو د لټولو لپاره د نورو مال لوټ او چور کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای