CRI Online

ولی امريکا پر هوا وی بيا بيا بنديزونه لګولي، له څه ويره لري؟

cri     (GMT+08:00) 2020-08-25 16:33:47

امريکا څو ورځې وړاندې د نړۍ په ۲۱ هېوادونو کې د چين د هوا وې شرکت ۳۸ مربوط شرکتونه د بنديزونو په ليست کې اضافه کړي چې له دې سره د امريکا د بنديزونو په دې ليست کې د ټولو مربوطو شرکتونو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی. دا د دې معنا لري چې هغه شرکتونه چې د امريکا تخنيکونه يې استعمال کړي، هوا وې او په ياد ليست کې نورو شرکتونو لپاره د چيپونو د جوړولو اجازه نه لري.

چيپ د 5G تخنيک د استعمال لپاره ډېر مهم دی. دا چې د چيپ له ډيزاينه تر توليده پورې بهير ډېر اوږد او پيچلی بهير دی، په نړۍ کې د چيپ د جوړولو اړين مواد توليد، د چيپ ډيزاين او توليد عموماً جدا جدا دي او د بېلابېلو شرکتونو لخوا بشپړيږي. هوا وی د چيپ د ډيزاين ښه وړتيا لري، خو د توليد وړتيا يې نه لري. نو پر هوا وې د امريکا دې نوي بنديز د چيپ پر توليدوونکو شرکتونو هم اغېزه کړې ده.

د امريکا د قوالکوم (Qualcomm) شرکت له ډېرو کلونو راهيسې هوا وې ته چيپ عرضه کوي، خو سږکال يې د چيپ پلور ډېر کم شوی او د روان کال په دوهمه ربعه کې يې ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله٪۲۹ کمې دي. ميکرون (Micron ) شرکت چې په امريکا کې د چيپ يو لوی توليدوونکی شرکت هم شمېرل کيږي، په ګټو کې يې ۷۵٪ کموالی راغلی دی. د امريکا برودکوم ( Broadcom) شرکت مشر په ګوته کړې چې جيوپوليتيکه بې ثباتي او د دغو شرکتونو پر مشتريانو د امريکا د حکومت محدوديت د دوی د کمو ګټو لامل شوی دی.

چين په نړۍ کې د چيپ په ګډون د سيميکونډکټر (semiconductor) توليداتو تر ټولو لوی مصرفوونکی هېواد دی او د نړۍ ۵۴٪ صادراتي چيپونه چين اخيستي دي. د چين له لوی فرمايش پرته به د امريکا د سيميکونډکټر توليدوونکي تصدۍ په اسانۍ سره خپله لويه توليدي پيمانه ونه شي ساتلی او د چيپ د تخنيک نوی پرمختګ هم نه شي موندلی. دغه وضعيت ته په کتو د امريکا د سيميکونټکټر تصدۍ له چيني تصديو سره د خپلو سوداګريزو اړيکو د ساتلو هيله لري. قوالکوم شرکت پدې وروستيو ورځو کې له هواوې سره موافقه وکړه چې له مخې يې هواوی د يو ميليارډ او ۸۰۰ ميليونو ډالرو په بيه د قوالکوم د تخنيک د استعمالولو حق ترلاسه کړی چې دغه بيه د اپل(APPLE) شرکت د ۴ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو ډالرو په پرتله ډېره کمه ده. قوالکوم اوس هم د امريکا حکومت د قانع کولو په هڅه کې دی چې پر هوا وې خپل نوی بنديز لغوه کړي.

ويل کيږي چې پر هوا وې د امريکا نوي بنديز نه يوازې د چيپ د تخنيک د پرمختګ لاره تنګوي ، بلکې خپلو تصديو ته هم زيانونه رسوي، خو د امريکا حکومت ولې داسې کوي؟

امريکا له اوږدې مودې راهيسې د چيپ په جوړولو کې د نړۍ په لومړي کتار کې ځای لري، خو د چيپ د تخنيک څېړنه يې يوه داسې نوي پړاو ته ننوتلې چې د پخوا په پرتله ډېره لوړه خو لا لوړتيا يې له بې ساري ننګونو سره مخامخ ده او د لري کولو لپاره يې ګڼ شمېر پانګو او ډېر وخت په کار دی. بل لوري ته چيني تصديو د 5G مخابراتي شبکې په جوړولو کې چې پرمختګ يې چيپ ته ډېره اړتيا لري، بې ساری پرمختګ کړی او په نړۍ کې مخکښ ځای خپل کړی دی. هواوی، زي ټي اي(ZTE)، اوپپو(OPPO) او د چاينل مخابراتي تکنالوژۍ څېړنيز مرکز دی څلور چيني تصدۍ په نړۍ کې د 5G په اړه ۳۶٪ معياري امتيازي حقوق لري او د 5G د اړوندو مهمو تخنيکونو د امتيازي حقوقو شمېر يې د نړۍ تر نورو هېوادونو ډېر دی، امريکا له دې امله ډېره اندېښمنه شوې، نو پدې وروستيو کلونو کې يې پر چيني تصديو بيا بيا بنديزونه لګولي. د امريکا د بنديزونو په زياتېدو سره چين د سيميکونډکټر صنعت په مهم ارزښت لاپوه شوی او له خپلو اړوندو تصديو څخه يې د ملاتړ په موخه زياتې تګلارې پلې کړې. د چين حکومت د اګست په ۴ مه نېټه يوه نوې تګلاره عملي کړې چې له مخې يې ځيني تجربه کاره شرکتونه له لس کلنو مالياتو څخه معاف کړي دي.

د عصري تخنيکونو په دې سخته سيالي کې به څوک ګټونکی شي؟ وخت به خلکو ته ځواب ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای