CRI Online

د چين پلان د لانڅانګ - ميکونګ سيند پر غاړه د پرتو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره خدمت دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-25 21:01:11

د لانڅانګ - ميکونګ سيند د همکاريز ميکانيزم د مشرانو درېيمه ويډيويي غونډه د اګست په ۲۴مه نېټه تر سره شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه. نوموړي په خپله وينا کې د اوبو سرچينو په اړه د همکاريو د پياوړتيا، د سوداګرۍ او تګ راتګ د پراخوالي، د دواملرونکي پرمختګ د ژوروالي، د خلکو ژوند په تړاو د همکاريو د نژدېوالي او د (( ورخلاصون او ټولشموليت )) مفکورې د عملي کولو په شمول ۶ په برخو کې وړانديزونه وکړل. له دې غونډې وروسته په خپرې شوې ګډې اعلاميې کې د چين د وړانديزونو په اساس ويل شوي چې د سياست او امنيت، اقتصاد او دواملرونکي پرمختګ، کلتوري تګ راتګ او د لانڅانګ - ميکونګ همکاريز ميکانيزم په برخو کې به همکاريزې اړيکې پياوړې شي.

چين په دې غونډه کې وړانديز وکړ چې له روانې وبا سره د مبارزې تر څنګ بايد په دې سيمه کې د انساني تګ راتګ او د مالونو د ترانسپورټ لپاره د چټکو او اسانو لارو شبکه بشپړه شي. بر سيره پر دې چين اعلان وکړ چې د لانڅانګ – ميکونګ سيند همکاريز صندوق تر چوکاټ لاندې به د عامې روغتيا ځانګړې پانګې راغونډې کړي او له روانې وبا سره په مبارزه کې د نوموړي سيند په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره به مالي او تخنيکي مرستې وکړي. د چين دغه تدبيرونه د لانڅانګ - ميکونګ سيند پر غاړه له اړوندو هېوادونو سره د ټينګې دوستۍ ښکارندويي کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای