CRI Online

د افغانستان په شمال کې د موټر بم چاودنې له امله ۶ تنه وژل شوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-26 09:55:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت د اګست په ۲۵مه نېټه د دې پخلی وکړ چې د دغه هېواد په شمال بلخ ولايت کې د موټر بم يوه چاودنه وشوه چې له امله يې ۶ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپيان دي.

د دغه هېواد په شمال کې د پوځ وياند محمد حنيف رضايي څرګنده کړه چې يو وسله وال طالب پر ځايي وخت د همدې ورځې د سهار په ۸ بجو او ۴۵ دقيقو په بلخ ولسوالۍ کې پر يوه حيواني روغتون د بمونو ډک موټر بريد کړی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای