CRI Online

د چين کمونېست ګوند تل په چين کې د زياترو خلکو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-26 15:50:46

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د جولای په ۲۳مه نېټه د کليفورنيا ايالت د امريکا د پخواني ولسمشر نيکسن په نوم کتابتون کې يوه وينا وکړه او په ترڅ کې يې له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا او چين د اړيکو له مثبت پرمختګ څخه په پوره توګه انکار وکړ، په بد نيت سره يې د چين کمونېست ګوند پر مشرتابه او د چين پر سياسي نظام لفظي بريد وکړ، د چين د کمونېست ګوند او چينايانو ترمنځ د اړيکو پارونه يې وکړه، د چين پر کورنيو او بهرنيو تګلارې يې بې دليله نيوکې وکړې او د چين د خطر او په اړه يې د ګواښونو تبليغات کړي دي. موخه يې دا ده چې د چين ضد يوه نړيواله ټولنه جوړه کړي او د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي.

د مايک پمپيو خوله او خبرې له درواغو څخه ډکې دي. هغه وويل چې چينايان د چين له کمونېست ګوند سره يو شان نه دي. د چين د کمونېست ګوند تر ټولو لويه اوازه دا وه چې دا ګوند د ۱.۴ ميليارډو چينايانو استازيتوب کولو ده. د چينايانو پر صميمانه وړانديزونو د چين کمونېست ګوند ويره له نورو ګواښونو نه لويه ده.

دغه خبره بيخي ناسمه ده چې له واقعيتونو سره سمون نه لري. د چين کمونېست ګوند خپلې شخصي ګټې نه لري او تل د خپلې دايمې دندې او موخې په توګه د چينايانو د نيکمرغه ژوند، د چيني ملت بيا سمسورتيا بللې او بولي يې. دغه ګوند تل د زياتره چينايانو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي او تر خپلې وسې پورې د خلکو لپاره خدمتونه کوي. د چين د کمونېست ګوند بنسټ عام خلک دي چې په چين کې د دغه ګوند د مشرتابه ځای په تاريخ کې د چينايانو لخوا پخپله ټاکل شوی دی. له تېرو۹۹ کلونو راهيسې د دغه ګوند د غړو شمېر له ۵۰ څخه ۹۱ مليونه ۹۱۴ زرو تنو ته زيات شوی چې په نړۍ کې تر ټولو لوی واکمن ګوند ګرځېدلی دی.

د سينګاپور د دولتي پوهنتون پروفيسر او په م م کې د دغه هېواد پخواني سفير ما کای شوه د ملي ګټو په نامه يوه امريکايي مجله کې يوه ليکنه خپره کړه او دې ته يې اشاره وکړه چې د مايک پمپيو په خوله کې د چينايانو او د چين د کمونېست ګوند اړيکې ښې نه دي، نو واقعيتونه دا دي چې هر کال زيات شمېر چينايان په دغه ګوند کې د شاملېدو غوښتنليکونه وړاندې کوي، خو يوازې لږ شمېر يې توانېږي غړيتوب لاسته راوړي. د چين د کمونېست ګوند غړيتوب تر لاسه کول د امريکا په يو معتبر پوهنتون کې د شاملېدو په شان ډېر يو ستونزمن کار دی. د چين کمونېست ګوند به د امريکا تر فشار لاندې ټوټه ټوټه نشي، ځکه ۱.۴ ميليارډه چينايان ور څخه ټينګ ملاتړ کوي.

د چين کمونېست ګوند تل د خلکو په محور خپله پرمختيايي مفکوره ټاکي. د دغه ګوند تر مشرۍ لاندې د هر چينايي پر سر د کورني توليد عمومي ارزښت د نوي چين د جوړېدو له څه کم يو سلو شل يوانو نه د ۲۰۱۹ کال تر څه باندې ۷۰ زرو يوانو پورې لوړ شوی، د ۱.۴ ميليارډو تنو چينايانو لخوا د خوړو ستونزه حل شوې، ۷۷۰ مليونو چينايانو ته روزګار او دندې برابرې شوې او ۸۵۰ مليونو چينايانو له بې وزلۍ څخه ځان خلاص کړی دی. دغه د ښوونې، د ټولنيز ضمانت، طبي خدمت او ديپلوماتيکو ټاکنو په برخه کې د نړۍ تر ټولو د لويې پيمانې سيستمونه په چين کې جوړ شوي دي.

د IP-SOS په نوم د بازاري څېړنې په برخه کې د نړۍ مشهورې ډلې د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د نړۍ لخوا د اندېښنې وړ کار تر سرليک لاندې يو رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې راغلي چې چين په نړۍ کې تر ټولو زيات د خوشبينۍ هېواد دی. ۹۱٪ چينايان په دې اند دي چې خپل وطن يې اوس پر سمې لار روان او پرمختګ کوي. دغه انډول په ۲۸ پلټنه منونکو هېوادونو کې لومړی ځای نيولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای