CRI Online

د غلودانو سپما او له اسراف سره مبارزه د چين او ټولې نړۍ لپاره ګټور کار دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-26 16:17:38

په دې وروستيو ورځو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ اړوندو څانګو ته مهم هدايت ورکړی چې د خوراکونو او غلودانو له اسراف سره دې ټينګه مبارزه وکړي. خو ځينو بهرنيو خبري رسنيو د دغه دريځ په اړه غلط نظر ښودلی چې ښايي چين د غلودانو د کمښت له بحران سره مخ دی. ويلی شو دوی د چين د کولتور او دودونو په هکله مالومات نه لري. ځکه چې د چين په تاريخ کې داسېدود شته چې خلک خوراکونو ته لومړيتوب ورکوي او په خوراکونو کې غلې دانې تر ټولو مهمې دي. په چين کې اوږد تاريخ کې د کرهنې په چارو کې خلک د طبيعت درناوی کوي او د ارامۍ په وخت کې د خطرونو مخنيوي نظر لري. نو د چين دولت رئيس د غلودانو له اسراف سره مخالفت کوي چې د دغه کولتوري دود له سرچينې سره تړاو لري.

په حقيقت کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې له اړوندو څانګو څخه غوښتنه کړې وه چې په خوراکونو کې له سپما څخه کار واخلي او له اسراف سره مبارزه وکړي، څو څو ځلې يې پر دې ټينګار کړی چې په رستورانټونو کې د خوراکونو د اسراف مخه دې ونيول شي. د چين د غلودانو او توکو د ذخيرې ادارې اړوند مشر وانګ هونګ دې ته اشاره وکړه چې که څه هم د خوراکونو د اسراف د مخنيوي لپاره ډول ډول تدبيرونه عملي شوي، خو دغه مسئله د غلودانو په توليدي ځنځير کې لا هم شتون لري. د څيړنې له مخې هر کال په چين کې د اسراف شويو غلودانو اندازه شاوخوا ۳۵ مليونه ټنو ته رسيږي چې د چين د غلودانو په عمومي توليد اندازه کې شپږ سلنه نيسي او په دې ترڅ کې په رستورانتونو کې د خوراکونو اسراف مسئله ډېره سخته ده.

د چين د علومو اکاډمۍ د ساينس او انرژۍ د څيړنې انسټېټيوټ او د طبيعت نړيوال صندوق په ۲۰۱۸ کال کې په ګډه د چين د ښارونو په رستورانټونو کې د خوراکونو د اسراف په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې يوازې په ۲۰۱۵ کال کې د چين د ښارونو په رستورانټونو کې د خوراکونو د اسراف اندازه له ۱۷ مليونو څخه تر ۱۸ مليونو پورې ټنو ته رسيدلی چې له ۳۰ مليونو څخه تر ۵۰ مليونو پورې د کسانو د يو کال د خوراکونو له اندازې سره برابر دي.

اوسمهال په چين کې د کوويد-۱۹ وبا تر اغيزمن کنټرول لاندې راوستل شوې ده او دغه هېواد د کارونو د دوباره کېدو او د اقتصاد د عادې کيدو د پرمختګ په کليدي پړاو کې دی. اړوند کارپوه دا نظر لري چې په دې وخت کې د خوراکونو د اسراف مخنيوي لپاره د چين د دولت رئيس هدايت ستر اهميت لري. موږ د مصرفونې او لګښتونو هڅونه کوو، خو له اسراف سره ټينګ مخالفت کوو. ويلی شو اوس چينايان د توکو د کمښت له وخت سره خدای پاماني کړې ده او د لباسونو او خوراکونو لرلو له پړاو څخه د هراړخيزې سمسورتيا پړاو ته روان دي.

په چين کې د غلودانو حاصلات هر کال کې رامنځته کيږي او د غلودانو ذخيره کافي ده، خو چين د غلودانو اسراف نه شي منلی. ځکه چې د خوراکونو اسراف کمول نه يوازې خوراکونه بلکې د خوراکونو جوړولو لپاره اړتيا وړ اوبه، انرژۍ، توليدي توکي هم سپما کولی شي. نو له دې لحاظه دا د ځمکې د طبيعي چاپيريال ساتنې لپاره اهميت لري.

پخوا په نړۍ کې د يو پنځوس نفوس لرونکي لوی پرمختيايي هېواد په توګه چين دا تون لري خپلو ټولو خلکو خواړه ورکړي چې دا د نړۍ لپاره يو ستر خدمت ګڼل کېږي. څه موده مخکې د م م د څو څانګو لخوا د غلودانو د امنيت او د غذا د نړيوال حالت له مخې د کوويد-۱۹ وبا تر منفي اغيزې لاندې د اقتصادي کمزورتيا له امله به ښايي په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې په لوږۍ د ځپلو خلکو شمېر ۸۳ مليونه تر ۱۳۲ مليونو پورې تنه زيات شي. په داسې حال کې چين د غلودانو د سپما او له اسراف سره د مخالفت کولو نظر وړاندې کړ چې نه يوازې په دغه هېواد کې د خوراکونو اخيستلو په چارو کې د بې ځايه لګښتونو د کمولو لپاره ګټه لري، بلکې په ټوله نړۍ کې د غلودانو د کافيوالي په چارو کې مرسته او باور ټينګولی شي.

د ايتاليا د بولوګنا پوهنتون د کرهنيزو چارو د نړيوالو تګلارو د برخې پروفيسر اندريا سيګري په چين کې د غلودانو د سپما له فعاليت سره موافق دی او ويې ويل چې چين يو مهم هېواد دی او د اقتصاد او کرنې په ساحو کې مهم ځای لري او د چين دغه فعاليت به پر ټولې نړۍ باندې سترې اغيزې ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای