CRI Online

شن جن يو له مينې ډک ښار دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-27 14:35:05

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د ۴۰مې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې وويل، چې د چينايانو نيکمرغي او د چيني ملت بيا سمسورتيا د چين د کمونېست ګوند د ټولو غړيو اصلي موخه او دنده ده او هم د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې اصلي موخه او دنده ده.

شن جن ښار چې په چين کې د اقتصاد لومړنۍ خاصه حوزه ده، د اصلاحاتو پېشقدم ښار هم دی. ډېر کسان د دغه ښار د چټک پرمختګ له امله حيرانتيا څرګندوي. بر سېره پردې، شن جن يو له مينې ډک ښار هم دی، نو دغه ښار د خپلو چارو د ابادولو په برخه کې زيات ځوانان راجلبوي. د شمېرنې له مخې، اوس په شن جن ښار کې يو په څلورمه برخه کسانو خپلې چارې ابادې کړې. جانګ جاو هوې چې د شي ان ښار له يو مشهور پوهنتون څخه ډاکټري اخيستې ده، له يادو کسانو څخه دی. هغه له ملګرو سره د خپلو چارو د ابادولو په پيل کې د حالت د يادونې په وخت کې وويل،

( په همغه وخت کې موږ له دې ښار سره اشنا نه وو او دوستان مو نه درلودل، خو پريکړه مو وکړه چې که موږ غواړو خپلې چارې ابادې کړو، نو بايد ټينګه اراده ولرو او ستونزې دې ليرې کړو.)

د شن جن ځايي حکومت د خپلو چارو د ابادولو په برخه کې له ځوانانو څخه د ملاتړ په هکله يو لړ مرستندويه تګلارې پلې کړې. دوی د ځوانانو د تمځای په نوم يو خدمتي سيستم جوړ کړ. د دغه سيستم په چوکاټ کې هغه ځوانان چې د خپلو چارو د ابادولو په هکله تازه شن جن ته رسېدلی، د اوو ورځو لپاره په وړيا توګه په ټاکل شويو هوټلونو کې اوسيدلی شي. دغه راز، ياد ځوانان له دغه سيستم څخه کاري لارښوونه تر لاسه کولای شي. اوس په شن جن کې ۱۵ هوټلونه په دغه سيستم کې شامل شوي دي.

د يادو يو لړ ګټورو تګلارو په رڼا کې لا زيات ځوانان د خپلو چارو د ابادولو په هکله دغه ښار ته تللي دي. د دغه ښار د کمونېست ګوند د کمېټې منشي وانګ وې جونګ وويل،

(استعداد لرونکی کسان ډېر مهم اشخصاص دي. که موږ استعداد لرونکي کسان لرو، زموږ ښار به اباد شي. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، شن جن له اړوندو تګلارو څخه ګټې اخيستې دي. استعداد لرونکي کسان زموږ د ښار د چټک پرمختګ بنسټ دی. )

پخوا شن جن يوازې د کب نيوونکو يو کوچنی کلی و او تر ۴۰ کلن پرمختګ وروسته يو سمسور عصري ښار ګرځېدلی چې پکې کابو ۲۰ ميليونه کسان اوسېږي. ۵۷ کلنه ونګ چون شیان چې ۳۸ کاله مخکې له خپل ټاټوبي څخه شن جن ته راغلې، له يوې عادي کارګرې څخه د تصدۍ د ادارې چارواکې ګرځېدلې ده. څه موده مخکې هغه تقاعد شوه. هغې وويل،

(په شن جن کې زيات فرصتونه شته، که تاسو کوښښ وکړئ، برياليتوب به تر لاسه کړئ. اوس زه تقاعد شوې يم او ښه عايد هم لرم. په هره ساحه کې زما د ژوند تاضمين هم بشپړ دی. ډېره نيکمرغه يم. )

د اصلاحاتو اصلي موخه دا ده چې هر کس ورڅخه کټه واخلي. شي جين پينګ په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د ۴۰مې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې وويل، 

(موږ بايد تر خپلې وسې پورې د خلکو لازمې او بيړنۍ اړتياوې پوره کړو، څو خلک د اقتصاد، سياست، کولتور، ټولنې او ايکولوژۍ په برخو کې د هېواد له پرمختګونو څخه ګټه واخلي او لا زيات نيکمرغه، خوشحاله او خوندي احساسات ولري. په دې مناسبت به موږ هراړخيز پرمختګ ومومو او ګډه سمسورتيا تر سره کړو.)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای