CRI Online

د افغانستان په ختيځ کې د سيلابونو له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۲۲ ته زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-28 10:18:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت د اګست په ۲۷ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې د ۲۵ مې نېټې له شپې څخه د دغه هېواد په ختيځ په ۱۲ ولايتونو کې د سيلابونو له امله ۱۲۲ تنه مړه او ۱۴۷ نور تنه ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت له مالوماتو له مخې، د سيلابونو له امله د دغه هېواد په ختيځ په ۱۲ ولايتونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه او ۱۰۰ هکتار کروندې ويجاړې شوي دي.

(مينه)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای