CRI Online

د چين خارجه وزارت: د جنوبي سمندر په اړه د امريکا بنديز لګونې بيخي ظلم او تسلط غوښتنه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-08-28 14:34:14

د سين هوا اېانی د خبر له مخې، د امريکا خارجه او سوداګرۍ وزارتونو په دې ورځو کې د جنوبي سمندر په غير قانوني فعاليتونو کې د ښکېلولو په پلمه د چين نان شان ټاپو په ځينو ساختماني پروژو کې پر برخه اخيستونکو چيني تصديو او پرسونلو د بنديز لګونې اعلان وکړ. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه د اګست په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه چې د امريکا دغه کړنه بيخي ظلم او تسلط غوښتنه ده. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي او د لازمو تدبيرونو په نيولو سره به د خپلو تصديو او خلکو له حقه حقوقو څخه دفاع وکړي.

وياند جاو لي جيان په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين په خپله خاوره کې ساختماني پروژې تر سره کوي چې دا کټ مټ د چين ملي حاکميت دی او پر نظامي چارو پورې تړاو نه لري. په دغو پروژو کې د چيني تصديو او کارکوونکو برخه اخيستنه له اړوندو قوانينو سره سمون لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای