CRI Online

شينجيانګ اوس په تر ټولو ښه پرمختيايي موده کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-28 14:43:20

د چين ميډيا ګروپ د دغه هېواد د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت وياند علي جان ععيدي د اګست په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه چې د شينجيانګ ځايي حکومت تل د خلکو په محور خپله پرمختيايي مفکوره ټاکي او د استخدام، ښوونې، طب، ټولنيز ضمانت او د کور جوړولو په شمولو مختلفو چارو ته دوام لرونکی پرمختګ کوي چې د مختلفو قومونو خلکو د ژوند سويه کال په کال لوړه شوې ده. د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې د اړوند معيار له مخې د شينجيانګ ټولو کليوالو خلکو له بې وزلۍ څخه ځان خلاص کړي او د هېوادونو د نورو سيمو له خلکو سره يو ځای د شمتمنې ټولنې پر لور ګامونه پورته کوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای