د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۲۸مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې وويل، چې امريکا د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات ويجاړوونکی او لانجه جوړوونکی دی او دغه هېواد بايد په جنوبي سمندرګي کې له پاروونکو او اختلاف اچوونکو اقداماتو څخه لاس واخلي.
جاو لي جيان د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د جنوبي سمندرګي د شي شا ټاپوګانو په شاو خوا سيمه کې د چيني پوځ تمرينونه د بل هېواد پر ضد نه دي او د جنوبي سمندرګي پر اختلاف پورې تړاو نه لري او په دې اړه د امريکا انتقاد بې بنسټه او بې ځايه دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |