د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۲۸مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، اوس په شينجيانګ کې د کوويدـ۱۹ وبا پر ضد د کنټرول او وقايې حالت په ښه توګه ساتل کېږي.
نوموړي وويل، د سږکال په جولای کې د شينجيانګ په ځينو سيمو کې د کوويدـ۱۹ څرکونه ولګېدل، د چين د روغتيا ادارې او د شينجيانګ حکومتي ادارې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړ، په وخت يې موثر تدبيرونه ونيول، د ناروغانو درملنه يې وکړه او د ځايي وګړو امنيت او روغتيا يې ښه وساتل. دغو تدبيرونو د ځایي وګړو ملاتړ او همکارۍ تر لاسه کړې دي. اوس په شينجيانګ کې د کوويدـ۱۹ وبا پر ضد د کنټرول او وقايې حالت په ښه توګه ساتل کېږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |