CRI Online

منځني ختيځ ته د مايک پومپيو سفر او د ده سياسي هوس ته کتنه

cri     (GMT+08:00) 2020-08-28 21:11:25

منځني ختيځ ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سفر د اګست په ۲۷مه نېټه پای ته ورسېد. د ايران د پرمختګ مخنيوی د نوموړي د دغه سفر يوه مهمه موخه بلل کيږي. بر سير پر دې، مايک پومپيو د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د لويې غونډې د جوړېدو په درشل کې له منځني ختيځ څخه ليدنه وکړه، نوموړي نه يوازې د ايران د مخنيوي په موخه دغه سفر کړی، بلکې خپل سياسي هوس يې هم ورسره مل دی. هغه د دغه سفر په ترڅ کې په خپله وينا کې وويل، چې د اګست په نيمايي کې د عربي متحده امارات او اسرائيل ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د عادي کېدو اعلان په بهرنيو چارو کې د امريکا د مشر ډېر مهم برياليتوب دی، موخه يې دا ده چې د امريکا دننه خلکو ته د حکومت د بهرنيو چارو لاسته راوړنه څرګنده کړي او د دې له لارې د هېواد مشر ته خپله وفاداري وښيي.

اوس امريکا د کرونا وبا پر ضد د ناکامو تدبيرونو او د نژادي تبعيض په شمول د اداره کولو له زياتو بحرانونو سره مخامخ ده، د همدغه وضعيت مسئوليت د مايک پومپيو په شان د ځانځانۍ امريکايي سياستوالو پر غاړه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای