CRI Online

شي جين پينګ د شي ځانګ چارو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په ۷مه کاري غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-08-29 16:47:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شي ځانګ چارو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون ۷مه کاري غونډه د اګست له ۲۸مې نه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد په نويو حالاتو کې د نويو دندو د تر سره کولو لپاره په نوې زمانه کې د شي ځانګ د ادارې په اړه د ګوند ستراتيژي او تګلارې پلې کړو، د اقتصادي، سياسي، کلتوري، ټولنيز او ايکولوژيکي ابادۍ په همغږۍ سره دې د شتمنې ټولنې د پوره جوړولو، د ورخلاصون د پوره ژورولو، د هېواد او ګوند د جدي ادارې لپاره د کار ثابت او پرمختيايي حالت وساتو، د چيني ملت مفکوره دې ټينګه کړو، پرمختيايي کيفيت دې لوړ کړو، د خلکو ژوند دې ښه او تامين کړو، چاپېريال دې ښه وساتو، د ګوندي ارګانونو ابادي دې پياوړې کړو، د هېواد امنيت او تلپاتې سوله دې تضمين کړو او د يو واحد، تمدن، همغږي او ښکلي شي ځانګ د جوړولو لپاره دې کوښښونه وکړو.

( سپوږمۍ)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای