CRI Online

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-08-29 16:48:59

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د اګست په ۲۸مه نېټه په پاريس کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګي يي تر هر څه دمخه ولسمشر ماکرون ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ شفاهي پيغام او کتابونه وړاندې کړل او څرګنده يې کړه، چين هيله لري چې له فرانسې سره د دواړو مشرانو لخوا شوې مهمې موافقې پلې کړي او د چين او فرانسې ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ژورې کړي. اوس مهال زموږ لپاره تر ټولو مهمه او بېړنۍ دنده د کوويد ۱۹ په مخنيوي او کنټرول سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو ساحو تګ راتګ منظم اعاده کول او د اړوندو درملو، د يادې وبا ضد واکسين د څېړنې او د ساري ناروغيو د بيا خپرېدو د مخنيوي په شمول چارو کې د خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا ده.

ولسمشر ماکرون په خپله وينا کې د چين د هغې کړې ژمنې زياته ستاينه وکړه چې د چين د کرونا وبا ضد واکسين به د ټولې نړۍ د عامو توليداتو په شان وګرځي او هيله يې وښودله چې دواړه خواوې د اقتصاد، سوداګرۍ او کرنې په شمول برخو کې د همکارۍ لا زياتې لاسته راوړنې ومومي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای