CRI Online

د بېجينګ د فلمونو لسم نړيوال فېستيوال د فلمي بازار د تړونونو لاسليک ارزښت له ۲۲ ميليارډ يوانو څخه زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2020-08-29 17:04:00

د بېجينګ د فلمونو لسم نړيوال فېستيوال د فلمي بازار د تړونونو لاسليک مراسم د چين په پلازمينه بېجينګ کې د بېجينګ راډيو او ټلويزيون په مقر کې تر سره شول. د ۲۱ مهمو پروژو او ۴۶ تصديو تړونونه په دغه مراسمو کې لاسليک شوي او ۱۱۰ پروژو تړونونه د بېجينګ بازار په اړه لاسليک شوي دي چې عمومي ارزښت يې ۳۳ ميليارډه ۸۹ مليونه يوانو ته رسېږي. دغه شمېر د تېرې دورې فېستيوال په پرتله ۷ سلنه زيات دی او نوی ريکارډ يې ټينګ کړی دی.

د ياد نړيوال فېستيوال د انتظاميې کمېټې دايمي مرستيال سرمنشي او د بېجينګ ښار د تبليغاتي څانګې رئيس دو فې په خپله وينا کې وويل چې د بېجينګ د فلمي بازار د تړونونو لاسليک مراسم په تېرو لسو کلونو کې د ۳۰۲ مهمو پروژو د لاسليک کېدو هڅونه کړې ده او عمومي ارزښت يې ۱۶۵ ميليارډو ۲۸ مليونو يوانو ته رسېږي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای