د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۲۹مه نېټه د جاپان د لومړي وزیر شينزو ابي لخوا له خپلې دندې څخه د استعفا کولو په اړه څرګنده کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې د چين او جاپان اړيکې دوباره سم مدار ته ننوتلې دي او نوی پرمختګ يې موندلی دی. د دواړو هېوادونو مشران په نوې زمانه کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په اړه مهمو موافقو ته رسېدلي دي. موږ د لومړي وزير شينزو ابي لخوا د شويو کوښښونو زياته ستاينه کوو او هيله لرو چې هغه ژر روغ، جوړ او د ښې روغتيا لرونکی شي.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |