CRI Online

له چين سره د خپلو اړيکو پرېکون د ځينو امريکایي سياستوالو لخوا خپلو تصديو ته د ذهرو په معنی دي.

cri     (GMT+08:00) 2020-08-29 20:37:13

د امريکا ولسمشر په دې وروستيو ورځو کې يو ځل بيا رسنيو ته له چين سره د خپلو اړيکو پرېکون يادونه وکړه او و يې ويل، د امريکا لپاره لازمه نه ده چې له چين سره سوداګري وکړي. له تېرو څو مياشتو راهيسې د امريکا ځينو سياستوالو هم کله کله دې ته خبرې کړې دي، خو دا يوازې په ولسمشريزو ټاکنو کې د برياليتوب موندلو لپاره يو ډول سياسي ننداره ده.

د دغو امريکايي سياستوالو يادې خبرې لکه ذهرجن توکي د امريکايي تصديو له مقاطعې سره مخامخ دي. د مثال په توګه د امريکا حکومت څو ورځې دمخه يو حکم وکړ، له مخې يې د سپتمبر له ۲۰مې نېټې څخه به امريکايي اتباعو او تصديو ته اجازه ور نه کړي چې د (ويچت)Wechat اپليکېشن په اړه د چين له (تېنست)Tencentشرکت سره هېڅ ډول معامله و نه کړي. دا د (اپل)Apple، (فورد)Ford، (ګولډمن)Goldman،(والمرت) Walmart او P&G په شمول د زيات شمېر امريکايي تصديو د مخالفت سبب شوي دي. دوی سپينې ماڼۍ ته ويلي چې پر(ويچت) Wechat بنديز لګونه ښايي د نړۍ په دوهم لوی اقتصادي بازار کې د امريکايي تصديو د سيالۍ توان کمزوری کړي.

د برېتانيا (فاينشنل ټايمز)Financial Times ورځپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د امريکايي حکومت ياد حکم ظاهراً د چين پر يوې تصدۍ سخت بريد دی، خو په حقيقت کې خپلو تصديو ته لا زيات زيانونه رسوي. د دغې ليکنې له مخې، د(ستاربکس) Starbucks او(والمرت) Walmart په شمول امريکايي تصدۍ د(ويچت) Wechat په وسيله چيني مصرفوونکو ته خدمتونه برابروي چې تېر کال د دغه اپليکېشن له لارې د دغو دوو تصديو پلورونکی ارزښت ۱۱۵ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. نو ځکه داسې امريکايي تصديو له ياد حکم سره مخالفت څرګند کړ. د (بلومبرګ) Bloomberg خبري اژانس خبر ورکړ، په لوی فشار سره امريکايي چارواکو د (اپل) Apple په شمول څو امريکايي تصديو ته څرګنده کړې چې دوی په چين کې د (ويچت) Wechat له لارې سوداګري کولای شي. له دې څخه څرګندېږي چې له چين سره د تش په نامه د اړيکو پرېکون يوازې د ځينو امريکايي سياستوالو ننداره ده.

د امريکا تصدۍ د چين بازار ته اړتيا لري. دوی نه غواړي له چين څخه ووځي. د امريکا د جرج واشينګټن پوهنتون پروفيسر هنري فاريل په دې اړه څرګنده کړه، د چين او امريکا اقتصادي چارې لکه يوه جوړه غبرګونې دي چې يو له بل سره بدني غړي او د وينې دايروي سيستم شريک دی. که په زور سره دغه سترې غبرګونې جلا شي، په پايله کې به دواړو ته ستر زيانونه ورسېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای