د هوانوردۍ له شرکتونو څخه خبر تر لاسه شوی چې د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول لپاره د جدي تدبيرونو په عملي کولو سره به د شينجيانګ په اورموچي ښار کې نړيوال هوايي ډګر له سپتمبر څخه له شينجيانګ څخه نورو ځايونو ته څو پروازونه بيا اعاده کړي او نوي پروازونه به هم پرانيزي. د سپتمبر له لومړۍ نيټې څخه به د چين څو هوايي شرکتونه ګام په ګام له اورموچي څخه لان جو، ګوانګ جو او هانګ جو په شمول ځينو نورو ځايونو ته هم پروازونه اعاده کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |