CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي د څو اړخيزم د عملي کولو په اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-08-30 18:37:08

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۲۹ مه نېټه په پاريس کې د فرانسې له خارجه وزير جين يفس لي دريان سره د خبرو اترو پر مهال وويل، چې هغه اروپا ته د روان سفر  پر مهال د ډېرو هېوادونو له چارواکو سره پر څو اړخيزم د ټينګار کولو په اړه موافقه کړې ده. نوموړي څو اړخيزم د زياترو هېوادونو په تېره بيا د منځنيو او کوچنيو هېوادونو د ځان ساتلو بنسټ بللی او ويې ویل چې له څو اړخيزم پرته به له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته جوړ شوي څواړخيز ميکانيزمونه او نړيوال نظم سخت زيانمن شي او منځني او کوچني هېوادونه به له لويو ننګونو سره مخ شي. چين او فرانسه دې د مسئوليت منونکو هېوادونو په توګه په دوامداره توګه څواړخيزم عملي کړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې د څو اړخيزم د عملي کولو په اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ . لومړی د څو اړخيزم پر مفکورې دې ټينګار وشي، چين او فرانسه دې د دغې مفکورې د خپرولو هڅې وکړي، څو نړيواله ټولنه پدې اړه موافقې ته ورسيږي. دوهم، څواړخيز عمليات دې غوره شي. درېيم څو اړخيز تړونونه دې مراعات شي. چين او فرانسه دې په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او د ايران د ‌ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په ګډون د نړيوالو تړونونو او څو اړخيزې ديپلوماسۍ مهمې لاسته راوړنې بايد په ښه توګه وساتي. څلورم ، څو اړخيز ارګانونه دې پياوړي شي. م م د د څو اړخيزم د ساتلو او عملي کولو لپاره مهم ډګر دی، چين او فرانسه دې په نړيوالو چارو کې د م م له رول څخه ملاتړ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای