د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۳۱مه نېټه د فرانسې د نړيوالو اړيکو په څيړنيز انستېتيوټ کې يوه وينا وکړ چې عنوان يې دی (( سوله، همکاري، ورخلاصون او ټولشموليت او د انسانانو د سولې او پرمختګ ساتنه )).
وانګ يي وويل چې چين د پېچلي او بدلېدونکي نړيوال چاپيريال په وړاندې د پرمختګ موندلو نوی ترتيبات کړي چې د ډېر لوي کورني بازار او اړتياوو فرصتونه دې ونيول شي او کورنۍ اقتصادي دوران ته دې عمده مقام ورکړي او د کورني او بهرني اقتصادي چلند ته به پرمختګ ورکړي. چين به کورنۍ اړتياوې لا زياتې کړي، ورخلاصون به پياوړی کړي، له نړۍ سره د چين د پرمختګ ګټې به شريکې کړي او د خپل پرمختګ له لارې به نړۍ ته پرمختګ ورکړي.
چين به د سولې، ورخلاصون، همکارۍ، ګډو ګټو او ټولشموليت په اساس د پرمختګ لارې ته دوام ورکړي. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |