د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چيني ژبې پل په نوم د نړۍ د پوهنتونونو او منځنيو ښوونځيو د زده کونکو سيالۍ د افغانستان برخه د اګست په ۲۹مه نېټه په کابل پوهنتون کې ترسره شوه.
د يادې سيالۍ د پوهنتونونو او منځنيو ښوونځيو زده کوونکو د ګروپونود پای لوبې په جلا جلا توګه د روانې مياشتې په ۲۷مه او ۲۹مه نېټه تر سره شوې. په دغه سيالۍ کې د پوهنتونونو ګروپ ۱۶ ګډونوالو او د منځنيو ښوونځيو ګروپ ۴ ګډونوالو برخه اخيستې وه. له سختې سيالۍ وروسته ، د کابل پوهنتون د کنفوسيوس انسټېټيوټ نظر محمد اسمعيل د پوهنتونونو ګروپ په سيالۍ کې لومړی مقام تر لاسه کړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |