CRI Online

د زياتو هېوادونو سياسي مشرانو د ځينو امريکايي سياستوالو له کړنو سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 16:04:03

د زياتو هېوادونو سياسي مشرانو او مشهورو شخصيتونو په دې وروستيو کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو ارتباطاتو څانګې ته پيغامونه استولي او پکې يې د ځينو امريکايي سياستوالو له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت څرګند کړی چې دغه کسان يوازې د چين د بدنامولو په هڅه کې دي، په دې توګه يې د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه کړې ده او د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته يې سخت زيانونه رسولي دي، په پيغامونو کې له اړوندو خواوو څخه هيله شوې ده چې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

د ايران اسلامي متحد ګوند وويل، د چين پر ضد د ځينو امريکايي سياستوالو انتقادونه بې بنسټه او بې ځايه دي او موخه يې دا ده چې د امريکا د حکومت په اړه د هېواد د خلکو ناخوښي او د دغه حکومت پر غاړه فشارونه پر چين اچول غواړي. چين څو ځلې نړيوالې ټولنې ته خپل دريځ بيان کړی او د رښتينو عملونو له لارې دغه دريځ يې څرګند کړی چې چين تل د نړيوالې سولې ابادوونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ساتونکی دی.

د روسيې د فدرالي کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مشر زيوګانوف وويل، چې د کوويد-۱۹ وبا له امله زيات هېوادونه له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخامخ دي. د امريکا حکومت د خپلو مشکلاتو د ليري کولو لپاره تيری کوونکی ديپلوماتيکې پاليسي غوره کړې. امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي تدبيرونه نيولي، خو دغه ګامونه ناکام دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای