CRI Online

شي جين پينګ د بېجينګ په مي يون کې د اوبو زيرمتون ابادوونکو او ساتونکو کليوالو ته ځوابي پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 16:09:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۰مه نېټه د بېجينګ د مي يون اوبو زيرمتون د جوړېدو د ۶۰مې کليزې په درشل کې د دغه زيرمتون ابادوونکو او ساتونکو کليوالو ته ځوابي پيغام وليږه چې پکې يې دغو کليوالو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او د هغوی د نېکمرغۍ هيله يې وښودله.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چاپيريال او د ايکولوژۍ ساتنه د وګړو او نسلونو لپاره ډېر مهمه او ګټوره دنده ده. د بېجينګ په شاو خوا کې څه باندې سل زره کيلومتره مربع په پراخوالي غرنۍ سيمه د دغه ښار ډېر مهم طبيعي ديوال او د اوبو د سرچينو ساتونکې سيمه ده او ډېر ارزښت لري. د چين کمونېست ګوند بېلا بېلې کمېټې او د هېواد حکومتي ادارې بايد د ايکولوژيکي تمدن پر مفکورې ټينګار وکړي، په کارونو کې دې د چاپيريال ساتنې او شين پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او د هېواد شنه غرونه او پاکې اوبه بايد ښه وساتل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای