CRI Online

جاو لي جيان: امريکا د چين پر سياسي نظام د لفظي بريد حق نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 21:34:39

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د اګست په ۳۱مه نېټه د دغه وزارت په یوه خبري ناسته کې وويل، هغه پوښتنه چې آيا د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستۍ لار ښه ده که نه؟ چينايان تر ټولو ښه پرې پوهيږي او تر ټولو د ځواب ورکولو ډېر حق لري، امريکا پر دې موضوع د لفظي بريد حق بيخي نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار اوبراين په نږدې تېرو ورځو کې د امريکا د اتلانتيک سمندر شورا په نوم د يوه فکري مرکز غونډې ته په وينا کې د چين پر سياسي نظام او د تايوان ، هانکانګ او جنوبي سمندرګي په ګډون په يو شمېر موضوعاتو کې پر چين نيوکې وکړې او د امريکا له ملګرو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې د چين او روسيې له ننګونو سره په ګډه مقابله وکړي.

جاو لي جيان په خپلو خبرو کې پدې اړه وويل، د امريکا ځيني سياستوال له يوې مودې راهيسې د خپلو سياسي موخو لپاره د سړې جګړې مفکورې له مخې پر اړوندو واقعيتونو سترګې پټولې، څوڅو ځلې يې د چين پر سياسي نظام لفظي بريدونه کړي او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يې نفاق اچولی دی. چین له دې سره ټينګ مخالفت کوي. چين د نړۍ د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او سيمو تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی، د چين پرمختګ د نړۍ لپاره فرصت دی که ګواښ دی؟ ياد واقعيت ته په کتو سره يې ځواب په اسانۍ سره پيدا کیږي. امريکا په خپله خوښه له ډېرو څواړخيزو تړونونو څخه وتلې چې کړنې يې نړيوال عدالت او نړيواله سوله، ثبات او پرمختګ سخت زيانمن کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای