CRI Online

وانګ يي : هغه کسان چې د يوه چين پېژندنې اصل ننګوي، درنه بيه به ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 21:40:53

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۳۱مه نېټه تايوان ته د چک د مشرانو جرګې رئيس د سفر په اړه وويل، چې تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده. هغه کسان چې د دې سيمې په چارو کې د يوه چين پېژندونې اصل ننګوي، نو دا کړنه يې له يو مليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو سره د دښمنۍ کولو معنا لري. د چين حکومت او خلک به د چک د مشرانو جرګې د رئيس د دې لمسوونکې کړنې په اړه چوپ پاتې نه شي څو هغه د خپلې ناوړې سياسي موخې لپاره درنه بيه ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای