CRI Online

وانګ يي: چين او اروپا دې د نړۍ د ثابت پرمختګ لپاره زياتې ګډې هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-08-31 21:44:46

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست په ۳۰ مه د فرانسې د نړيوالو اړيکو په انسټيټيوټ کې وينا وکړه او د کتوونکو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

د فرانسې پخواني صدراعظم جين پيئر رفارين له وانګ يي سره په خبرو کې وويل چې د اروپا او چين ترمنځ اړيکې دې په نړيوالو اړيکو کې مهمې دوه اړخيزې اړيکې وي او دا له امریکا سره د تقابل لپاره نه، بلکې د نړيوالې ستراتېژۍ د بيلانس د ساتلو او د سړې جګړې د مفکورې د مخنيوي لپاره ده. نوموړي دغه راز د يوې پوښتنې په مطرحولو سره وويل ، چط که څه هم له چين سره د اړيکو په اړه د اروپايي هېوادونو نظريې فرق لري، خو دا ډېره مهمه ده چې اروپا او چين د ستراتېژيکو همکاريو اړيکې وساتي. چين څه تفصيلي اقدامات غوره کړي چې د دواړو خواوو پر اړيکو د اروپا باور زياتولی شي؟

وانګ يي دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل ، چې په نړۍ کې نا معلوم عوامل او بې ثباتۍ مخ په زياتېدو دي. په تېره بيا د نړۍ يوازينی ډېر لوی هېواد خپلې نړيوالې دندې پرېښودلې او له څو اړخيزو تړونونو څخه وتلی چې له امله يې ډېر هېوادونه په تېره بيا متوسط او کوچني هېوادونه له ګډوډۍ سره مخ شوي دي. چين او اروپا دوه مسئوليت منونکي لوري دي او دواړه لوري دې د نړۍ د ثابت پرمختګ لپاره زياتې ګډې هڅې وکړي. زه د ښاغلي رفارن له وړانديز سره ډېر موافق يم چې چين او اروپا دې زياتې اغېزمنې ګډې همکارۍ وکړي، د بېلګې په توګه موږ کولی شو چې په روان کال کې د دواړو خواوو ترمنځ د پانګونو تړون په اړه خبرې اترې ترسره کړو او د خبرو اترو په وروستي پړاو کې خپل سياسي رول ولوبوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای