CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مراکش له پاچا محمد شپږم سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 10:21:31

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۳۱مې نېټې په شپه د مراکش له پاچا محمد شپږم سره تليفوني خبرې وکړې

شي جين پينګ د چیني حکومت او د چينايانو په استازيتوب د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد په مبارزه کې د مراکش حکومت او خلکو ته له حال څخه پوښتنه وکړه او کلک ملاتړ یې ترې څرګند کړ. چين غواړي له مراکش سره د واکسين د څېړنې او توليد په برخو کې همکارۍ ټينګې کړي. دواړه خواوې بايد له بېلا بېلو هېوادونو سره د څو اړخيزتوب ساتنه وکړي، د روغتيا نړیوال سازمان د لارښوونې له رول څخه ملاتړ وکړي او په ګډه سره د بېلابېلو هېوادونو د خلکو د امنيت او روغتيا ساتنه وکړي.

محمد شپږم وويل، مراکش له چين څخه کلک ملاتړ کوي چې خپل حاکميت او امنيت وساتي. له چين څخه ډېره مننه کوم چې د کوويدـ۱۹ وبا پر ضد په مبارزه کې د مراکش لپاره مرستې برابروي. هيله ده چې د واکسین د څېړنې، اخيستلو او توليدولو په برخو کې له چين سره همکارۍ ټينګې کړي.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای